
روهي (دوه نۍ/۶ د زمري)، قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني بردار د ايران له تسنيم رسنۍ سره په مرکې ويلي دي چې که چېرې له افغانستانه بهرني ځواکونه دوحه کې د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د شوې هوکړې اړوند بيرونه نه شي، نو دوی به يې په اړه لازمه پرېکړه وکړي.
ملا بردار ويلي دي چې د بنديانو خوشي کول هم د شوې هوکړې له مخې دي او هغه خبرې چې طالبانو مقابل لوري ته کوم بل نوملړ سپارلی دی، حقيقت نه لري. نوموړی ويلي دي چې د بنديانو خلاصون د سولې بین الافغاني خبرو ته لار پرانېزي.
ملا غني بردار ټېنګار کړی دی چې د سولې بين الافغاني خبرو لپاره د پنځه زره طالب بنديانو خوشي کول، له وړاندې شرط دی.