ولسمشر غني په نيمروز کې: د جمهوريت پر سر معامله نه کوو 

روهي (دوه نۍ/۶ د زمري)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن ورځ د يو دولتي پلاوي سره يوځای نيمروز ولايت ته تللی دی. له نوموړي سره په دې سفر کې لومړی مرستيال امر الله صالح هم ملتيا کوي. 

محمد اشرف غني نيمروز کې د خپلې وينا په يوې برخې کې ويلي دي چې د سولې خبرو کې به پر افغان امنيتي ځواکونو او جمهوريت معامله ونه کړي. 

نوموړي د نيمروز له خلکو سره دا ژمنه هم کړې ده چې د څلور مياشتو دننه به دغه ولايت کې د کامل خان بند د جوړولو چارې هم بشپړې شي او ګټې اخېستنې ته به وسپارل شي. 

افغان ولسمشر له دې وړاندې په خپلو ولايتي سفرونو کې لوګر او کاپيسا ولايتونو ته تللی وو.