هلمند کې د افغان پوځ چورلکه لوېدلې 

روهي (دوه نۍ/۶ د زمري)، طلوع نيوز د يو شمېر سرچينو د مالوماتو پر بنسټ لېکلي دي، چې طالبانو هلمند ولايت کې د افغان پوځ يوه چورلکه رانسکوه کړې ده. دغه چورلکه د هلمند ولايت په کجکي ولسوالۍ کې وېشتل شوې ده. 

بيا د هلمند د والي وياند عمر ځواک ويلي دي چې لومړنۍ پلټنې ښيي چې يادې چورلکې بېړنۍ ناسته کړې ده. ولايتي ادارې ويلي دي چې په برخه کې لا پلتنې کوي. 

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي خو د هلمند ولايتي اداره وايي چې پېښه کې دوه پوځيان ټپيان شوي او د سرچينو د مالوماتو پر اساس چې چورلکه وېشتل شوې او اور يې اخېستی دی.