څلور کلن به وم چې پلار مې سېل ناروغۍ واخیست، مونږ شپږ ترې پاتې شوو چې دوه وروڼه او څلور خویندې وې.
کال ونه وت چې مور مې هم پرېښودو، هغه وخت به ما اوریدل چې ډیریو به زمونږ مور پسې ویل چې خاوند یانې زما پلار پسې یې زړه واچاوه.
ترونه مې هم نه لرل، پلار مې له پلاره یو ؤ
ورور مې چې تر ما ډېر مشر ؤ په تنکۍ ځوانۍ د کور سرپرستي ورغاړې شوه بس له پلاره راپاتې پټو کې به لګیا ؤ او کرل رېبل به یې پکې کول هغه وخت ډېر له سختیو ډک ؤ، زمونږ پټي ډېر وو، په لومړي کال یې چې غنم پرې وکرل نو په سختو خواریو یې ترې راټول کړل، بیا مې مشر ماما ورته راغی او د ټولو پټو لۀ کرلو یې منع کړ چې ستا تنکۍ ځواني د دومره پټو د کرولو او رېبلو نۀ ده، مجبور یې کړ او درې حصې ځمکه یې پۀ نیمایي نورو کلیوالو ته ورکړه، هغوی به کرله او مونږ ته به یې د هر فصل نیمایي راکوله.
اته کلن شوم، خویندې تر مونږ مشرې وې، یوه ورځ مې ماما راغی زما له ورور او خویندو سره وغږید، دوی یې راضي کړل، څو ورځې وروسته مو حجره له میلمنو او څو کلیوالو ډکه شوه، له ډوډۍ خوړلو مخکې یې لاس ونیو، د مبارکیو زوږ شو، پوه شوم چې زما مشره خور یې زما د ماما زوی ته د هغه د خور په بدله کې ورکړه یانې زما د ماما لور زما د ورور شوه او زما خور زما ماما زوی ته کوژده شوه.
کال هم نه ؤ وتلی چې واده یې وشو
هغه وخت ډېر له خواریو ډک ؤ تعلیمونه چا نه پېژنل، روزي یې له ځمکې راویسته، یو ښوونځی ؤ تر شپږم ټولګي پورې هغه هم په الکدارۍ کې ؤ، دومره رانه لرې ؤ چې ورتلې به نو نیمه ورځ به تېره وه.
پر ورور مې ډېر ګران وم، ناز به یې راکاوه او هر سهار به یې ځان سره پټو ته بېولم که څه هم دروند کار به یې راباندې نۀ کولو خو پوهېدم چې له بزګرۍ سره مې بلدوي.
کال وروسته مو کور کې نوي خوشالي پیدا شوه، وراره مې نړۍ ته راغی، ورور مې دومره خوشاله ؤ چې د شپې به یې سمه له زوی سره شپه سبا کوله.
ما چې د ځوانۍ په درشل کې قدم کېښود، د خدای ورکړه ده، دغه وخت زما شپږم وراره هم دنیا ته راغی او زمونږ اخرنۍ خور هم په همدې وخت کې واده شوه...
غږ چوپ شو ټایپ ته مې وکتل کېسټ همداسې روانه وه، د ټایپ غږ لوړیدو تڼۍ مې تاو کړه
ملګري مې وویل: د والیم خبره نه ده، نورې خبرې ړنګې شوي یا ثبت شوي نه دي.
ومې ویل: پوه نشوم چې بیا د دغه بوډا سره څۀ وشي!؟
ملګري مې مرۍ رڼې کړې، ویې ویل: دا زما د نیکه ورور ؤ، کله چې اخرنۍ خور یې ودیږي نو دی له ورور سره مخالف کېږي چې ولې دې ما ته بدل پرې ونه کړ، دی د ځوانۍ پخو مرحلو ته رسیږي، څو ځلې د خپل ماما او نورو کلیوالو په خولۀ همدې مشر ورور(زمونږ نیکه) ته ووایي چې ماته دې ښځه وکړي، خو مشر ورور یې ځان تېروي، بیا مشر ورور د دویم واده تکل کوي، کله چې دی یوه ورځ خبر شي نو مشر ورور سره خولۀ واچوي او په اخر کې خبره جنګ ته لاړه شي چې په دې وخت کې مشر ورور خولې ته ووهي او یو غاښ یې ورمات کړي، دی وتښتي.
څو ورځې وروسته یې بېرته ماما کور ته راولي او له مشر ورور سره یې په خولا کړي خو ماما یې مشر ورور ته ووایي چې ته به تر هغې دویم واده نۀ کوې تر څو چې تا دغه ورور د ښځې پۀ حق پوره نۀ وي.
کلونه کلونه په رشته پسې وګرځي خو څوک خور او لور ورنه کړي، که څه هم دی ښکلې او دربلي ځواني لري.
یؤ وخت پدې راز پوهېږي چې هره کورنۍ چې دۀ ته به یې خپله لور یا خور ورکوله همدې مشر ورور یې پښېمانه کړي وي او په دۀ پسې یې پټه اوازه ګډه وي چې ورور یې لېونی دی باید څوک خور او لور ورنه کړي، ژوند به یې تباه وي.
خو دغه وخت دۀ ځواني بایللي وه، سر او ږیره یې ټوله له سپینو ډکه وه، زور او شور ترې کډه کړي وه، پۀ وجود کې یې دومره څه نۀ وو چې مشر ورور راونیسي او دا ځل یې لاسونه او پښې ګډ ورمات کړي، ډېر ناوخته خبر ؤ، مور مې ویل: یوه ورځ سهار وختي ورغلم، له خوب مې راپورته کړ ورته ومې ویل چې ورور د مړ دی، سر یې ټیټ کړ یوه شېبه غلی ؤ له سترګو یې اوښکې لاړې، یو ناڅاپه په کټ کې په ګډا شو او په همدې ګډا کې یې سخت په چیغو چیغو ژړل، خو زما سره راونه وت.
د کور ټول غړي مو ورپسې راغلل پۀ ږیره یې ونیو چې د مړ شوي ورور لیدو ته راووځي خو دۀ همدا یوه خبره کوله چې نۀ غواړم مخ یې وګورم.
غرمه رانېږدې شوه دوستان مو راننوتل چې له انګړ د جنازې کټ پورته کړي، د کوټې دړه راخلاصه شوه، دی راووت، دوه کسان پۀ تېزۍ ورغلل، دی هم کمزوری شوی ؤ، په لاسو یې راونیو، د ورور کټ سر ته ودرید، د ورور مخ ته یې وکتل، ویې خندل، بیا یې له سترګو اوښکې تویې شوې، سر یې ورټیټ کړ پۀ ټنډه یې ښکول کړ بیا یې په لوړ غږ وویل: بښلي مې یې!!! له همدې سره ژړا واخیست.
دۀ سره یؤ سانیو ټایپ ؤ، بس کټ کې به ناست ؤ، راډیو به یې اوریده، د سندرو کېسټې به یې هم غږولې او کله کله به یې ټایپ بند ؤ له ځانه سره به غږیدۀ لکه لېونی.
خو ما چې دا کېسټ پیدا کړه نو پوه شوم چې لېونی نۀ ؤ، له ځانه سره غږیدل یې همدغه ټاپ ته ؤ چې رکارډ کول به یې او خپل زړۀ یې ټایپ ته تشاوه.
دا کېسټ مې د کور په زړو شیانو کې پیدا کړه، مور مې ویل چې کله دی مړ شو نو مونږ د دۀ، د لرګي سندوق راخلاص کړ ټول له کېسټونو ډک ؤ، هغه وخت د طالبانو ؤ، ملایانو به ویل چې، پۀ کوم کور کې د سندرو کېسټ او ټایپ وي هغه کور ته د رحمت ملایکې نۀ ځي نو بس ټولې مو وسوځولې او ټایپ مو مات کړ.
یوه شېبه غلی وم، بیا مې له ملګري وپوښتل: څه فکر کوې چې ستا نیکه ولې له خپل ورور سره داسې وکړل؟
سوړ اسولی یې وکېښ بیا یې وویل: ما د دغې کېسټې له اوریدو ورسته چې څومره مالومات راټول کړل، زمونږ نیکه ظالم ؤ پر ځمکو مئین ؤ، نۀ یې غوښتل چې ورور یې اولادونه ولري او بیا له دۀ څخه د پلار میراث رانیم کړي، بلکې همدا یې غوښتل چې، له پلاره ورپاتې میراث باید د ده اولادونو ته پاتې شي، چې همداسې وشول.
وروستي