خوست کې پوليس يو موټربم او په تړاو يې دوه کسان نېولي دي 

روهي (يوه نۍ/۵ د زمري)، ولايتي  مسوولينو رسنيو ته ويلي دي چې د خوست ولايت  په دوه  منده ولسوالۍ کې يې تېره شپه يو موټربم او په تړاو يې دوه شکمن کسان نېولي دي. 

د خوست د پوليسو وياند عادل حيدر په دې اړه ازادۍ راډيو ته ويلي دي، "یوه ډرېور او په چادرۍ کې طالب غوښتل د ښځو له چادرۍ په استفادې خوست ښار ته موټربم داخل او د اختر په شپو ورځو کې د ګڼه ګوڼې په کوم ځای کې موټربم چاودنه وکړي. په دو منده ولسوالۍ کې تر پېژندنې وروسته لاس په لاس نیول شوي دي."

که څه هم د خوست ولايتي امنيتي مسوولينو دغه کار د طالبانو بللی دی خو طالبانو يې تر اوسه په اړه څه نه دی ويلي.