اتمر: د طالبانو پاتې بنديان به خوشي نه شي 

روهي (يوه نۍ/۵ د زمري)، د هېواد د بهرنيو چارو وزارت نوماند وزير محمد حنيف اتمر له يوې هندي رسنۍ سره په خبرو کې ويلي دي چې حکومت د طالبانو پنځه زره کسيز نوملړ کې پاتې بنديان نه خوشي کوي. 

محمد حنيف اتمر ويلي چې ياد کسان په جنګي جنايتونو تورن دي او همدا ډول په قاچاق کې لاس لري. اتمر ويلي دي چې د پاتې طااب بنديانو د خوشي کېدو په برخه کې د نړۍ يو شمېر هېوادونه هم مخالفت ښيي. 

د هېواد بهرنيو چارو نوماند وزير د خپلو خبرو په يوې بلې برخې کې ويلي دي، چې د بين الافغاني خبربو د پيل لپاره بايد طالبان تاوتريخوالی راکم کړي او د بنديانو په مساله کې دې طالبان يو بل نوملړ شريک کړي، چې د بنديانو د خلاصون مساله په کې حل شي. 

نوموړي ويلي دي چې افغان حکومت له طالبانو د يو بل نوملړ غوښتنه کړې وه چې د دوی ځيني نور بنديان ازاد شي خو تر اوسه طالبانو دوی ته کوم نوملړ نه دی ورسپارلی. 

خو له دې وړاندې هم طالبانو پر دې ټېنګار کړی وو چې  حکومت بايد د دوی هغه ۵۰۰۰ بنديان چې نوملړ يې سپارل شوی دی خوشي شي، ځکه ياد نوملړ د طالبانو او امريکا ترمنځ د شوې هوکړې اړوند نوملړ دی. 

افغان حکومت بيا تر اوسه نېږدې ۴۴۰۰ طالب بنديان خوشي کړي دي او د پاتې شااوخوا ۶۰۰ طالب بنديانو د خوشي کېدو په اړه خبرې لري او وايو چې پاتې طالب بنديان چې په نوملړ کې راغلي دي نه شي خوشي کولی. 

ټاکل شوې وه چې د دوحه کې د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د سولې هوکړې ليک وروسته به د تېر مارچ مياشت  کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پيل شي، خو د بنديانو مسالې او تاوتريخوالي تر اوسه دغه بهير ځنډولی دی.