طالبانو يوناما ته د افغان حکومت په اړه شکايت کړی دی 

روهي (يوه نۍ/۵ د زمري)، قطر کې د طالبانو سياسي دفتر د يوناما د بشري حقونو کمېسيون مسوولې ته د افغان په اړه شکايت  کړی دی چې د بنديانو د خوشي کولو بهير کې سستي کوي. 

د يوناما د بشري حقونو مسوولې  فیونا فریزر د ان لاين کنفرانس له لارې دوحه کې د طالبانو د سياسي دفتر له استازو سره خبرې کړې دي. د بنديانو د مسالې ترڅنګ د تاوتريخوالي په اړه هم خبرې شوي دي. 

قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين پر خپلې توېتر پاڼې لېکلي دي، "فیونا فریزر او ټیم سره انلاین کانفرانس وکړ. په غونډه کې د حقوق بشر ادارې ته د کابل ادارې له لوري د بې دریغه ملکي تلفاتو را منځته کولو او د سولې پر وړاندي د خنډونو ایجادولو یادونه وشوه. ددې علاوه، د کابل اداره د اسلامي امارت د بندیانو په خلاصون کې سستي کوي...."

افغان حکومت تر اوسه د طالبانو څه باندې ۴زره بنديان خوشي کړي دي خو  د نېږدې ۶۰۰ بنديانو د خوشي کېدو په اړه وايي چې ياد بنديان په جنايي او ورته نورو کړنو تورن دي.