کېم جونګ ټول هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړ؛ شمالي کوريا  کې د کرونا ويروس لومړۍ مثبت پېښه ثبت شوه

روهي (يوه نۍ/۵ د زمري)، شمالي کوريا کې د کرونا ويروس لومړۍ مثبته پېښه ثبت شوې ده. د دغه پېښې په ثبت سره ولسمشر کېم جونګ اون په ټول هېواد کې بېړنی وضعيت اعلان کړ؛ د ښارونو ترمنځ تک - راتګ يې بند کړ. 

کېم جونګ امر کړی دی چې د بېړني وضيعت پر وخت به هر ډول تګ - راتګ کوريايي مسوولين سره په هغمږۍ کې کيږي. تر اوسه د بېړني وضعيت د شرايو په اړه ډېر مالومات نه دي ورکړل شوي. 

ښايي له دې وړاندې هم شمالي کوريا کې د د کرکونا ويروس مثبتې پېښې ثبت شوې وي، خو په رسمي ډول په ډاګه شوې نه وي. دا لومړۍ پېښه ده چې د ياد هېواد حکومت يې پخلی کړی دی. 

شمالي کوريا د نړۍ د نورو هېوادونه له داخلي اصولو او قوانينو سره په توپير کې اصول لري چې خلک يې له ډېری مدني حقونو برخمن نه دي.