
روهي (يوه نۍ/۵ د زمري)، د ترکيې په ګاونډ يونان کې د ترکيې د حکومت پر ضد لاريونونه شوي دي. لاريون کوونکو د ترکيې د ولسمشر رجب طيب اوردغان د وروستۍ پرېکړې په مخالفت کې لاريونونه کړي دي.
لاريون کوونکو د ترکيې بيرغ ته اور ورکړ او د ولسمشر اوردغان هغه پرېکړه يې غندلې ده چې په ترڅ کې اياصوفيه موزيم په جومات تبديل کړ. دوی د ترکيې ضد شعارونه ورکول او بيرغ ته يې هم اور ورکړ.
ولسمشر رجب طيب اوردغان تېره اوونۍ د آيا صوفيه په نوم موزيم په جومات تبديل کړ او دغه جمعه يې د جمعې ورځې لمونځ هم په کې ادا کړ.