ولسمشر غني د پلټنې عالي ادارې ته: هغه کسانو سره قانوني چلند وکړئ چې د کرونا ویروس ځانګړې شوې پيسو کې يې فساد کړی 

روهي (يوه نۍ/۵ د زمري)، افغان ولسمشر محمد غني د پلټنې عالي ادارې ته امر کړى چې په ټولو ولايتونو کې له کرونا ويروس سره د مبارزې لپاره د ځانګړو شويو پېسو په اړه پلټنه وکړي او له هغو کسانو سره دې قانوني چلند وکړي چې له دغو پېسو څخه یې ناوړه ګټه پورته کړې ده.

د پلټنې له عالي ادارې غوښتل شوي  دي چې ولايتونو کې د پلټنې تر سره او پر هغوی دې قانونی پلی کړي چې د کرونا ويروس لپاره ځانګړي شوي پيسو او وسايلو کې يې اختلاس او فساد کړی دی. 

افغانستان کې د کرونا ويروس په خپرېدو سره حکومت او نړيوالو ادارو او هېوادونو دغه ويروس سره د مبارزې لپاره پيسې ځانګړې کړې، خو د فساد او ناوړه استفادې راپورونه يې رسنيز شول. 

د طبي وسايلو له غلا نېولي بيا د مرستو او لاس نيوی د اختلاس پوري مسايل رسنيز شول. ويل کيږي چې د کرونا ويروس لپاره ځانګړي شويو پيسو کې د پام وړ فساد شوی دی.