روهي (نۍ/۴ د زمري)، د هېواد عامې روغتيا وزارت د نن ورځې مالومات ښيي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۴۸ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې په دې سره د ټولو مثبتو پېښو شمېر له ۳۶ زره واوښت.
همدا ډول په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۲ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي دي او ۲۲۰ نور درملنه شوي دي. د شمېرو پر اساس د مثبتو پېښو شمېر راکم شوی خو د مړينې ورځنۍ شمېر لا هم لوړې دي.
تر اوسه ۱۲۴۷ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي او د ثبتو شمېرو له مخې ۲۴۷۹۳ نور درملنه شوي دي. له کوچني اختر ار وروسته افغانستان کې د مثبتو پېښو په شمېر کې د پام وړ کمی راغلی دی.
وروستي