واټن ‎

د ټولنیز ژوند له اوسني بهیره خلک د واټن په اړه فکر کوي؛ ترڅو د سکون او فکر کولو فرصت په لاس ورشي؛ خو اوسنۍ ماډرنه او متحوله نړۍ دا فرصت له سړي د ژوند او ټولنیزوالي تاثر له مخې اخلي، چې د فکر کولو وخت د کار یا لوبو په یو اړخ یې لګیا کړي او هیڅ فرصت نه لري. همدا بوختیا د دې لامل شوې، چې د سالمې ایډیالوژۍ او کاري مکان په برابرولو کې پاتې راشي او ټولنیز واټن ورځ تر بلې زیات شي. موږ اصلاً هر یو دا تصور له ځان سره لرو، چې ښاري ژوند کې د خلکو ګڼه ګوڼه همدا به د ټولنیزوالي ښه بېلګه وي؛ خو په شته ګڼه ګوڼه کې هم د لیدلو، ناستې فرصت شتون نه لري، بلکې ژوند د هر یوه تر خپلې محدودې روان وي. 

دا ټول د ټولنې د ورځني ژوند زېږنده دي. هغه د فروېډ خبره ده، چې هر انسان دومره د مور او پلار اولاد نه دی لکه د فرهنګ. فروېډ فرهنګ په پراخه مانا کاروي یعنې د ټولنې چاپېریال. دا ځکه مور او پلار غواړي چې زوی یې ډاکټر شي؛ خو ټولنیز چاپېریال د دې لپاره نه وي اماده یعنې د دې فرد له داسې افرادو سره ناسته ولاړه وي، چې له لیک او لوست سره یې جوړه نه وي، بلکې په بل فکر وي او یا د کورنۍ د غړو په تصور کې  هیڅ داسې څه نه وي، چې زوی یا ورور به یې ډاکټر، انجنیر شي او یا په ټوله کې ستر انسان شي، چې د فرد د فکري بدلون نښې پکې ښکاره شي.

 دا به د دې کورنۍ په شعوري او ناشعوري خوځښت پورې تړلې وي، چې د کور لپاره یې داسې چاپېریال ټاکلی، چې هغه د فرد په فکري لیدلوري اغېز وکړي او سړی به د خپل کورنۍ تصور خلاف عالم انسان جوړ شي، چې دا د ژوند کولو لپاره یو رونیز چاپیریال مساعد شوی وي، چې د ده په ټول ژوند باندې اغېز پرېباسي او حتا د فرد، کورنۍ او ټولنیز تفکر د بدلون لامل شي، چې له دې سره د ټولنیز واټن فکر په ټولنیزوالي اوړي.