وسله والو غلو کابل کې ګلپوش موټر غلا کړی

روهي (نۍ/۴ د زمري)، پر ټولنيزو رسنيو کې له تېرې ورځې د هغه موټر انځورنه رسنيز شوي ډي چې ويل کيږي غلو د کابل ښار برکي څلور لارې غلا کړی دی. برکي څلور لاری د کابل ښار په مرکزي برخه کې شتون لري. 

تر اوسه رسمي سرچينو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو کابل ښار کې جنايي او په ځانګړي ډول وسله والې غلاوې په بيلا بېلو بڼو او ښېښنده ډولو تر سره کيږي، چې ډېری يې مرګ - ژوبله هم لري.

که څه هم کورنيو چارو وزارت او کابل پوليس هره ورځ کابل کې د جنايي مجرونو د نېونې وايي، خو بيا هم د کابل ولايت په بيلا بيلو برخو کې د جنايي پېښو او وسله والو غلاو راپورونه ورکول کيږي. 

د کابل په شمول د هېواد په ډېری ولايتونو کې وسله والې غلاوې د افغان امنيتي ځواکونو د يونيفورم څخه په ناوړې ګټې اخېستنې تر سره کيږي. د افغان امنيتي ځواکونو يونيفورم کابل او ولايتونو کې پرته له کومو ځانګړو شرايطو خرڅيږي او جوړيږي.