امريکا افغانستان سره ۳۷ مېلېونه امريکايي ډالر مرسته کوي 

روهي (نۍ/ ۴ د زمري)، کابل کې د امريکا متحدو ايالتو سفارت مرستيال راس ویلسن ويلي چې هېواد يې افغانستان سره د کرونا ويروس د مقابلې او مبارزې برخه کې ۳۶،۶ مېلېونه امريکايي ډالر مسرته کوي. 

راس ویلسن ويلي دي چې د متحدو ايالتو حکومت ژمن دی چې افغانستان کې د کرونا ويروس چټکيتا کابو کړي او همدا ډول هغه کسانو سره مرسته وشي چې په اقتصادي ډول ځپل شوي دي. 

له دغه پيسو به د کرونا ويروس په برخه کې د طبي وسايلو او هغه کسانو سره چې بې ځخايه شوي دي مرسته وشي. متحدو ايالتو له دې وړاندې هم افغانستان سره د کرونا ويروس د مبارزې برخه کې مرستې کړي.