د افغانستان بشر حقونو خپلواک کمېسيون: د هرات ادرسکن ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو هوايي بريد کې ولسي وګړي وژل شوي دي 

روهې (نۍ/۴ د زمري)، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون ويلي دي چې  د هرات ولايت ادرسکن ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د تېرې اوونۍ په هوايي بريد کې ولسي وګړو ته مرګ - ژوبله رسېدلې ده. 

د بشر جقونو خپلواک کمېسيون د اطلاعاتو رئيس ذبیح‌الله فرهنګ ويلي دي چې ادرسکن ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي بريد کې نړيواله بشري قوانين په پام کې نه دي نېول شوي او د ولسي ړړو د خوندي ژوند په اړه فکر نه ده دی شوی. 

د بشر حقونو خپلواک کمېسيون له غبرګون وړاندې پخواني ولسمشر حامد کرزي او د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم په يادې پېښې خواشيني ښوودلې وه او د ولسي وګړو د تلفاتو يې ويلي وو. 

ادرسکن ولسوالۍ کې ځايي اوسېدونکي هم وايي چې بريد د واده په مراسمو شوی، چې اته ولسي وګړي په کې وژل او تر ۲۰ نور ټپيان شوي دي. 

خو تېره اوونۍ د هرات ولایتي ادارې او همدا ډول د ملي دفاع نوماند وزير اسد الله خالد ويلي، چې په ياد هوايي بريد کې د طالبانو د شپږو قومندانانو په ګډون، تر ۴۰ وسله وال طالبان وژلي دي.