د ولسمشر رجب طیب اردوغان په ګډون سلګونه کسانو نن اياصوفيه جومات کې د جمعې ورځې لمونځ ادا کړ 

روهي (جمعه/۳ د زمري)، د ترکيې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په امر د اياصوفيه په نوم پخوانی موزيم په جومات بدل او سلګونه کسانو په نن ورځ د جمعې مبارکې ورځې لمونځ ادا کړ. 

د ترکيې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په ګډون زرو کسانو د ايا صوفيه جومات دننه او سلګونه نورو د جومات شااوخوا لمونځ وکړ. ايا صوفيه جومات کې د لمونځ ادا کولو لپاره ځانګړي امنيتي تدابير نېول شوي وو. 

ايا صوفيه يو وخت کليسا او بيا موزيم ترې جوړ شو. ولسمشر اوردغان نن په خپلې وينا کې ويلي، چې اوس دا ځای يانې اياصوفيه خپل اصلي حیثیت ته وګرځېد. 

اياصوفيه د عثماني امپراتورۍ پر مهال په جومات بدله شوه او بيا په ۱۹۳۴ کال کې مصطفی کمال اتاترک ياده ودانۍ په يو تاريخي موزيم بدله کړې وه.