عبدالله له ولسمشر غني سره بيا په جنجال کې؛ عبدالله د ولايتونو واليانو، انتصابي سناتورانو او  معينانو کې برخه غواړي 

روهي (جمعه/۳ د زمري)، د عبدالله عبدالله او ولسمشر غني ترمنځ د سياسي واک د وېش وروسته هم داسې په نظر رسي، چې د ولسمشر ماڼۍ او سپيدار ترمنځ اوس هم د يو مېر څوکيو پر وېش اختلاف شتون لري. 

د حکومت په کابينه کې د ۵۰ سلنه برخې وراېخوا، ډاکټر عبدالله عبدالله د يو شمېر ولايتونو د واليانو، امنيه قومندانانو، مشرانو جرګه کې د انتصابي سناتورانو، د ځينو خپلواکو رياستونو د رئيسانو او يو شمېر ادارو د معينانو په ټاکلو کې برخه غواړي. 

د پورته اختلافونو وراېخوا د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ د هغه نوماند وزيرانو په اړه هم د نظر اختلاف شتون لري، چې عبدالله عبدالله ولسمشرۍ ماڼۍ ته ور معرفي کړي دي. 

د راپورونو پر اساس ولسمشر غني د انورالحق احدي، فضل احمد معنوي او نورالرحمن اخلاقي په شمول د عبدالله عبدالله د نوماند وزيرانو په نوملړ کې شپږ کسانو سره مخالفت ښوودلی دی.