له ډاکټر ذاکر نايک پوښتنه: که مسلمان پلار او مور راته ووايې چې (ږيره) وخره (لېرې کړه) څه وکړم؟ 

د اسلامي نړۍ له ستر عالم ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک څخه پوښتنه شوې چې که چېرې پلار او مور مې مسلمان او يا هم غېر  مسلمان وي او راته ووايي چې ږيره وخره، يا يې مه پرېږده نو زه د پلار او مور دغه اطاعت وکړم او کنه؟ يا دا چې که چېرې په پوځ کې دنده لرم او يا هم بله دنده وي، د مسلمان او يا غېر مسلمان امر له خوا دا غوښتنه کيږي چې دنده کې بايد ږيره ونه لرې؛ ږيره لېرې کړم او دنده خوشي کړم؟ 

د ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک ځواب: 
بخاري شريف اوومه برخه په ۷، ۸ او ۹ شمېرو حديثونو کې راغي دي چې حضرت رسول الله ص فرمايي؛ هغه څه وکړئ کوم چې د مشرکينو برعکس وي. ږيره پرېږدئ او بريتونه وخريئ. 

ډاکټر ذاکر نايک وايي چې د رسول الله ص حکم دی چې ږيره پرېږدئ او بريتونه مو وخريئ. د رسول الله ص دغه امر دا په ګوته کوي چې هغه کار چې مشرکين او بت پرستان يې کوي تاسې يې مه کوئ او هغه کارونه وکړئ چې له دوی سره مو په کې توپير وشي. 
همدا ډول د اسلام څلور ستر امامان؛ امام ابو حنيفه، امام مالک، امام شافعي او امام حنبل؛ څلور واړه په دې سره موافق کې دي، چې مسلمان بايد ږيره ولري او بريتونه وخريي. 
ډاکټر ذاکر نايک وايي چې هر ځلې چې يو مسلمان ږيره لېرې کوي نو په هر ځلې خريولو سره يې ګناه کوي. او پرته له که ګناه کوي. 

که چېرې يو کس ته پلار او مور وايي چې ږيره مه پرېږده نو په اړه يې ډاکټر صيب ذاکر نايک د سپيڅلي قرآن کريم دغه ايتونه راوړي. 

"[سُوۡرَةُ لقمَان : ۱۴]وَوَصَّيْنَا الْإِنسٰنَ بِوٰلِدَيْهِ حَمَلَتْهُ أُمُّهُۥ وَهْنًا عَلٰى وَهْنٍ وَفِصٰلُهُۥ فِى عَامَيْنِ أَنِ اشْكُرْ لِى وَلِوٰلِدَيْكَ إِلَىَّ الْمَصِيرُ
او موږ انسان ته د خپل مور او پلار د حق پيژندني تاكيد کړی دى. د هغه مور د كمزورۍ د پاسه د كمزورۍ په حال كې هغه را اخيستى، په خپله ګېډه كې یې وساته او دوه كلونه یې په تي وركولو ولګېدل. (له همدې امله موږ هغه ته نصيحت وکړ چې) زما شكر وکړه او د خپل مور او پلار شكر پر ځاى کړه، همدا زما لورې ته ستا راګرځېدل دي.
"

سورت لقمان په ۱۴ شمېره ايت کې الله تعالی فرمايي چې د پلار او مور اطاعت وکړئ. او بيا د همدې سورت په ۱۵ مبارک آيت کې  فرمايي، "سُوۡرَةُ لقمَان: ۱۵] وَإِن جٰهَدَاكَ عَلٰىٓ أَن تُشْرِكَ بِى مَا لَيْسَ لَكَ بِهِۦ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا ۖ وَصَاحِبْهُمَا فِى الدُّنْيَا مَعْرُوفًا ۖ وَاتَّبِعْ سَبِيلَ مَنْ أَنَابَ إِلَىَّ ۚ ثُمَّ إِلَىَّ مَرْجِعُكُمْ فَأُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ
خو كه مور او پلار پر تا فشار راوړي چې زما سره ته داسې څه شريك کړئ، چې تا ته د هغه مالومات نه وي، نو د هغو خبره هېڅكله مه منه، په دنيا كې له هغو سره غوره چار چلند كوه، خو پيروي د هغه چا د لارې وکړه چې زما لوري ته يې رجوع کړې وي. بيا ستاسې ټولو راګرځېدل همدا زما لوري ته دي؛ په هغه وخت كې به زه تاسي ته در وښيم چې (په دُنیا کې) مو څه عمل کاوه."

ډاکټر صيب ذاکر نايک وايي چې د سپيڅلي قران کريم د سورت لقمان  ۱۵مه شمېره آيت مبارک په څرګنده دا حکم چې که چېرې ستاسې پلار او مور تاسې ته د له الله ج د بل چا د عبادت کولو او ناسمې لارې حکم کوي نو مه يې منئ.  په دې سره دا پوښتنه ځوابيږي، چې که چېرې د ږيرې د خريولو حکم او امر درته پلار او مور هم کوي، نو بايد چې دوی ته قناعت ورکړئ او ږيره  لېرې نه کړئ. 

همدا ډول که چېرې په دنده او يا هم بل ځای کې د ږيرې د خريلو درته ويل کيږي، نو دنده خوشې کړئ خو ږيره مه لېرې کوئ، ځکه د ږيرې په هر ځل لېرې کولو تاسې په هر ځلې ګناه کې ځانونه اچوئ.