اورغان له کلیسا جومات جوړ کړ؛ ۸۶ کاله وروسته ایاصوفیا جومات کې نن د جمعې لمونځ ادا کيږي

روهي (جمعه/۳ د زمري)، د ۸۶ کلونو وروسته نن د ترکیې په ایاصوفیا جومات کې د جمعې لمونځ ادا کیږی. څو ورځې وړاندې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اُردغان هغه امر لاسلیک کړ، چې له مخې یې استانبول ښار کې نامتو ودانۍ ایا صوفیه د موزیم په ځای نور په جومات بدله شي.

دوه نیم زره کاله مخکې دا ودانۍ د کلیسا په موخه جوړه شوې وه، چې لومړی کلیسا، بیا جومات، بیا په موزیم او اوس یو ځلې بیا په جومات بدله شوه. همداشان نن په ټوله ترکیه کې په ۸۱ ولایتونو کې د سهار د لمانځه نه وروسته په ټولو جوماتونو کې د شکر دعا هم وشوه.

آياصوفيا د عثماني امپراتورۍ پر مهال په جومات بدله شوه او بيا په ۱۹۳۴ کال کې مصطفی کمال اتاترک ياده ودانۍ په يو تاريخي موزيم بدله کړه. اوس يې ولسمشر اردوغان د جومات جوړولو امر کړی دی. 

په جومات د آياصوفيا موزيم د بدولو پرېکړې نړيوال غبرګونونه هم راپورته کړل او د نړۍ د کاتوليک عيسويانو مشر پاپ فرانسس له ولسمشر اوردغان غوښتي وو چې خپله پرېکړه بېرته واخلي.