خونړۍ جګړې، ناکامې هڅې او د سولې پر وړاندې پراته خنډونه!


څو ورځې وړاندې طالبانو د سمنګان په ایبک مرکز کې د ملي امنیت پر ریاست خونړی برید وکړ؛ چې ۱۱ تنه پکې و وژل شول او د ملکیانو په ګډون لسګونه نور ټپیان شول. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د برید پړه منلې او ویلي چې په دغه برید کې د ملي امنیت کارکوونکو ته، درنه مرګ ژوبله اوښتې ده دغه راز نوموړي ويلي چې طالبانو یاد برید، په شمالي ولایتونو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر ضد کړی دی. د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، پخواني ولسمشر  حامد کرزي، ارګ او د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله یاد برید غندلی او له امریکا سره يې د لاسلیک شوې هوکړې خلاف بللی دی.
 
 همدارنګه په ورستیو کې طالبانو  د کابل په ګډون په څو ولایتونو کې پر افغان ځواکونو یرغلیز بریدونه ډېر کړي چې د سولې پر وړاندې يې جدي اندېښنې را پارولي دي. په ورته وخت کې د طالبانو د قطر دفتر ویاند، سهیل شاهین په يوه ټويټ کې ويلي چې طالبانو په کندهار کې ۲۵ حکومتي بندیان ازاد کړي دي. دغه راز داسې راپورنه هم شته چې په زابل کې د مرګ په نوم  قطعې تر ۲۰ زیات طالب جنګیالي  په نښه کړي او وژلي دي.  د ملي امنیت ځانګړې قطعې بیا د تیار سئ او غچ اخيستلو خبرداری هم ورکړی دی.
 
د سولې  لپاره د حکومت او طالبانو هڅې
له بده مرغه د سولې لپاره تر اوسه چې کومې هڅې شوې؛ یوازې د امریکا په ګټه دي او یاد هېواد خپل ځواکونه د سولې هوکړه لیک په وسیله له جګړو خوندي کړي؛ په داسې حال کې چې افغان وژنه  لا هم دوام لري. خلیلزاد د سولې هوکړې له لاسلیک وروسته له حکومت او طالبانو غوښتي و چې د بین الافغاني خبرو د پيلېدو لپاره دې چمتوالی ونيسي. طالبانو د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره پر حکومت شرط کېښود چې ۵۰۰۰ بندیان يې ازاد کړي؛ په لومړيو کې ارګ د طالبانو دغه غوښتنه رد کړه خو وروسته امریکا پر حکومت فشار راوړ چې طالبان له بنده ازاد کړي. تر اوسه ۴۱۹۹ طالبان خوشي شوي او په حکومت کې د پاتې نورو بندیانو په اړه لا هم  اختلاف پر ځای پاتې دی! په همدې دلیل تر اوسه رسماً د طالبانو او افغان حکومت تر منځ خبرې نه دي پيل شوې او دواړه لوري پر جګړو بوخت دي. که جګړې همداسې دوام وکړي وېره شته چې د سولې خبرې به له خنډ او ننګونو سره مخ شي، افغان وژنه به لا زور واخلي او د مظلوم ولس هیله او ارمان (سوله) به له خاورو سره خاورې کړي او بیا به هېڅلکه داسې فرصت  افغان حکومت او طالبانو ته په لاس ور نه شي. دواړه لوري باید له کړیو ناکامو تجربو پند واخلي  او پرته له کوم شرط  دې سولې ته غاړه کېږدي؛ او د سولې لپاره دې نور له جګړو لاس واخلي ځکه سوله د جګړې په وسیله نه راځي او دغه پروسه یوازې رښتينې هڅې او قربانی ته اړتیا لري.
 
د سولې په مخ  کې پراته خنډونه
د سيمې ځينې هېوادونه او استخباراتي کړۍ خو له سره نه غواړي چې په افغانستان کې سوله راشي او په کور دننه هم داسې کسان شته چې موقف، پانګه او  ګڼ نور امکانات يې د جګړو په وسیله په لاس راوړي دي او نه غواړي چې خپل شته امکانات د سولې په وسیله برباد کړي دوی به هم په ټول توان د سولې پروسه له ننګونو او ستونزو سره مخ کړي؛ حتاً د حکومت په ټاکل شوي پلاوي کې داسې کسان تر سترګو کېږي چې له طالبانو سره جدي اختلافات لري. دغه راز ګڼې استخبارتي شبکې په افغانستان کې فعالیت لري او خپلې ګټې يې تر اوسه په جګړو کې لټولې دي. که له طالبانو سره سوله هم وشي بیا به هم له بده مرغه نورې ډلې د بهرنیانو د ګټو لپاره د جګړې اور په افغانستان کې ګرم وساتي.
 
پایله
د جګړې درګیره لوري تر اوسه لا هم د یوبل د وژلو لپاره جګړه توجیه کوي، په داسې حال کې چې قرباني يې عام ولس دی، ګټه يې بهرنیان وړي او نوره هېڅکله د توجیه وړ هم نه ده. که چېرته حکومت او طالبان د سولې لپاره رښتينې اراده لري؛ باید دواړه لوري انعطاف وښيي  له جګړو، کمین نیولو او غچ اخېستلو دې لاس واخلي او ژر تر ژره  دې سوله وکړي تر څو مظلوم ولس نور له پردۍ او چټلې جګړې په امن شي.
 
 د یادونې ده چې په افغانستان کې تل پاتې، واقعي سوله هغه وخت راتلی شي، چې د امریکا په شمول بهرنی لاس وهنې قطع شي او داسې کسان پر موږ واکمن شي چې پر ولس رحم لري او له خدای (ج) څخه وېره کوي. اوس خو له بده مرغه داسې کسان پر موږ واکمنان دي چې د ولس په  هیله او ارمان لوبې کوي  جګړه د خپلو ګټو لپاره د ولس د وینو  په بیه غځوي؛ او په اخلاقي او نورو فسادونو کې تر ستوني غرق دي.