يو جوزجان او څلور واليان؛ جنرال دوستم د حکومت والي ته د کار اجازه نه ورکوي 

روهي (جمعه/۳ د زمري)، د هېواد په شمال جوزجتن ولايت کې سياسي وضعيت او ولايتي اداره د انارشۍ په لموکې پرته ده. دغه ولايت کې اوس مهال څلور واليان/سرپرستان دندې تر سره کوي. 

لطف الله عزيزي د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې له خوا جوزجان ته د والي په توګه معرفي شوی دی خو هلته يې عبدالرشيد دوستم مخالفت کوي او نه يې مني. 

لطف الله عزيزي شپږ مياشتې وړاندې د ياد ولايت د والي په توګه معرفي شوی خو تر اوسه هلته نه دی تللی او کابل کې مېشت دی. 

دوستم د مولوي عبدالحی حيات په نوم يو کس د جوزجان والي ټاکلی دی، او د عبدالرشيد دوستم له دفتر څخه د ولايت ځيني چارې تر سره کوي. 

له بلې خوا، مولوي سنت الله په هغه سيمو کې چې طالبان په کې اغېز لري د طالبانو والي دي او چارې تر سره کوي. 

د جوزجان د ولايت مقام کې عبدالقادر نومی د سرپرست والي په توګه کار کوي، او د ولايت ادارې چارې له انارشۍ او ګډوډۍ سره مخ دي.