د سوريې په هوايي حريم کې دوه امريکايي جېټ الوتکې د ايران په مساپر وړونکې الوتکې پسې شوې دي 

روهي (جمعه/۳ د زمري)، ايراني چارواکو ويلي دي چې د سوريې د هوايي حريم دننه دوه امريکايي جېټ الوتکو د ايران مهان په نوم مسافر وړونکې الوتکه تعقيب کړې ده. 

د ايراني چارواکو په وينا چې د دوی مهان نومي الوتکه مسافر وړونکې ده او د يو څو دقيقو په پار سوريه کې امريکايي جېټ الوتکو تر څار لانړې نېولې او په خطرناک ډول يې ور سره نېږدې الوتنې کولې. 

خو د ایران دولتي رسنۍ وایي، خطرناک مانور سره د امریکا دوه جنګي الوتکې د ماهان هوايي شرکتې یوې الوتکې ته نږدې شوې او پیلوټ د ټکر د مخنیوي لپاره سملاسي لوړوالی کم کړ، چې له امله یې څو مساپر ټپي شوي هم دي.

د امريکا متحدو ايالتو د مرکزي قومندانۍ يو وياند په دې اړه رسنيو ته ويلي دي، "نن مازیګر اېف ۱۵ جنګي الوتکې د سوریې تنف کې د کلک هوډ عملیاتو ځواکونو د کنډک ګاونډ کې خپل عادي ماموریت کې په خوندي واټن یانې زر مترۍ کې د ماهان سپرلۍ الوتکې معیاري او لیدنۍ ارزونې ګام پورته کړ".