د عامې روغتیا  چارسمبال وزير: د کوچني اختر سرغړونې مه تکراروﺉ

روهي (پنځه نۍ/۲ د زمري)، د عامې روغتيا وزارت نوماند او چارسمبال وزير احمد جواد عثماني  نن ورځ په خبري غونډه کې ووېل، کومې سرغړونې چې په کوچنې اختر کې د خلکو له خوا وشوې، په لوی اختر کې دې نه کوي، تر څو د کرونا وایرس پېښې ډېرېدو نه مخنېوی وشې.

ښاغلی عثماني ورزیاته کړه، سمه ده چې د کرونا وایرس پېښې مخ په کمېدو دي خو د ګرځبندېز نه مراعاتول، روغبړ کول، ګڼو ځایونو ته تګ او راتګ کول د کرونا وایرس د بیا ډېرېدو لامل کېدای شي.

ښاغلی عثماني د خبرو په ترڅ کې د کانګو تبې په اړه خلکوته ګواښ ورکړ چې د ژویو نه انسانانو ته لېږدول کېږي او د وينې بهېدنې لامل هم ګرځې، نو د خلکو نه يې غوښتنه وکړه تر څو قربانۍ وخت کې لاس ماغو  په لاس کړي او روغتيايي پاملرنو ته متوجې وشي.