سترجنرال ياسين ضيا رسماً د وسله پوځ لوی درستيز معرفي شو 

 روهي (پنځه نۍ/۲ د زمري)، نن ورځ ملي دفاع وزارت کې محمد ياسين ضيا د افغان ملي وسله وال پوځ د لوی درستيز او شاه محمد مياخېل د ملي دفاع وزارت د مرستيال په توګه ټاکل شوی دی. 

د شاه محمود مياخېل او ياسين ضيا د پېژند غوڼدې لپاره خانګړي یمرسام نېول شوي وو چې ملي دفاع نوماند وزير اسد الله خالد، د ملي امنيت شورا سلاکار حمد الله محب، جنرال سکاټ مېلر او يو شمېر نورو پوځي او ملکي چارواکو په کې برخه اخېستې وه. 

دغه ناسته کې د ملي دفاع نوماند وزير  اسدالله خالد ويلي، موږ په ټول توان د خلکو، هیواد، ملي ګټو او شتمنیو څخه ساتنه کوو او زموږ جنګ او مبارزه په هیواد کې د دایمي او پر افغاني ګټو ولاړې سولې لپاره ده.