فاروق وردګ ترکيې ته د سفير په توګه لېږل شوی خو ياد يې هېواد يې نه غواړي

روهي (پنځه نۍ/۲ د زمري)، بهرنيو چارو وزارت کې سرچينو رسنيو ته ويلي دي چې د پوهنې پوهنی وزير فاروق وردګ ترکيې ته د سفير په توګه معرفي شوی دی خو تر اوسه يې د رد او منلو ځواب نه دی تر لاسه شوی. 

فاروق وردګ درې مياشتې د ترکيې لپاره د افغان سفير په توګه معرفي شوی، خو ترکيه يې د قبولۍ او رد په اړه څه نه وايي. بهرنيو چارو وزارت کې سرچينې وايي چې داسې يو وضعيت کې چې يو هېواد د سفير د منلو او نه منلو په اړه چوپ شي، نو په ډپيلماټيک عرف کې د رد مانا لري. 

په خپله فاروق وردګ په دې اړه ازادۍ راډيو ته ويلي دي، "که دوی ما د خپلو معیارونو پر اساس برابر پیدا کړي، موافقه به وکړي او که مې نه‌کړي پیدا، نه به‌یې کوي. زما چوکاټ د خدمت، که زه بېرون ولاړ شم، نو د افغانستان د اولیا، مصالحو نه به حفاظت او دفاع وي او د دوه وروڼو هېوادونو، ولسونو او دولتونو ترمنځ به په مقابل احترام ولاړې اړیکې وي."

د رسنيو د مالوماتو پر اساس چې د ترکیې هېواد رسماً د سفیر په توګه د ښاغلي فاروق وردک د نه‌منلو اطلاعیه او دلایل نه‌دي خپاره کړي، مګر وړاندې ځینو رسنیو لیکلي، پر ښاغلي وردک د فساد د تورونو له کبله، هغه په ترکیه کې د دې هېواد له‌خوا د افغانستان د سفیر په توګه نه‌دی منل شوی. 

وردک په دې د فساد د تورونو په اړه ويلي دي، "اوس خو شپږ کاله تېر دي، که ۶۰ کاله نور هم تېر شي، که زما د دورې سیستماتیک فساد څوک راپیدا کړي چې په هغه کې زه هم دخیل وم او زما تر لاس لاندې نور کسان هم دخیل وي او زه پر خبر وم، د هغې فساد زه مسؤل یم او زه ورته ځواب ویونکی یم."