.jpg)
روهي (پنځه نۍ/۲ د زمري)، د ولسمشر لومړي مرستيال امر الله صالح د ولسي جرګې له خوا د حکومت د ملي دسترخوان طرحې د رد په غبرګون کې ويلي دي چې اوس يې هم سر وخت دی چې ولسي جرګه له بېوزلو بښنه وغواړي.
صالح پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي چې د ملي دسترخوان له پروګرام هغه بې وزله او غريب خلک برخمن کېدل چې نه فېسبوک لري او نه هم له نورو لارو د حکومت او پارلمان له کړنو خبريږي، بلکې يو اکثريت خاموش برخه ده.
د ولسمشر لومړي مرستيال لېکلي دي چې ولسي جرګه اوس هم کولی شي چې خپله پرېکړه بېرته واخلي او د بې وزله ولس له خولې د شوخند خنډ نه شي.
ولسي جرګې دوه ورځې وړاندې هغه د مېلېونه امريکايي ډالرو طرحه چې له لارې يې بې وزله خلکو سره لاس نېوی کېدلو، د رايو په اکثريت سره رد کړه.