تخار ، زرلټونکې او ژمې

دتخار ولایت زرلټونکې دژمې په رارسیدوخوښې څرګندوې.چې ښاېې دزروموندنې چارې به یی ښېې شی. 
دتخارتالقانوښار په ختیځه ځنډه کې سیند بهیږی، دلته دخطایان سیمه پرته ده. چیرته چې هره ورځ نږدی د۲۰۰۰ زروپه شاوخواکې ځوانان ،سپین ږیرې آن دکم عمرلرونکې دسروزروپه لټولوخپله ورځ بیګاه کوی اوسره زر په لاس راوړی دادهغوی دروزی موندنې یوه لاره چاره ده.
دلته دخطایان سیمه د ډیرپخوا راهیسې د سروزرو په لرلو شهرت لری دفرخار ،کلفګان اودتالقانود شاوخوا سیموخلک خپل ورځنی ژوند دسروزروپه موندلو اودشګواوډبرووپه خرڅلاو پرمخ وړی اود دوی په خبره ددغې لارې هرورځ دوی ۵ نه تر ۴ سووافغانیو پوری عاید په لاس راوړی. دغه شګې پلټونکې وایی چې دژمې په موسم کې یی کار ښه کیږی ځکه په سیندکې اوبه کمیږی نوپه وینایی که څه هم په ژمې که یولړستونزی هم شته خودکارښه کیدلوله امله ورته خوښ بریښی.
ددغو کسانوله ډلې نه یوهم ۵۰ کلن عبدالکریم دی چې د۳۰ کلنوراپه دیخوا دشګوڅخه دسروزروپلټولو(زرشوی) کارپرمخ وړی هغه دخپل کار په اړه وایی: بس ښه دی، زمونږ کار پرمخ روان دی دلته ۲ متره پلاستیک اویوسوان اوڅه دحیوان وړې په کار دی چې شګې راڅخه اوبه یونسی نورډیرڅه نه غواړې دلته زه د ۳۰ کالوراپه دیخوا دغه پیشه پرمخ وړم . اوله همدغې لارې نه خپل اولادته نفقه برابروم ).
یادې سیمې ته دفرخار، کلفګان اویوشمیر نوروشاوخوا سیمو نه خلک دسرو زرو دموندلو په موخه راځی چې هیڅوک یوپربل کار نلری اوهرڅوک خپل کارکوی دلته هم ځنی خلک ځمکه نیسې اونورو ته یی په اجاره ورکوی.
دکلفګان ولسوالې نه راغلې رجب علې چې همدا مهال دشګوپه کیندلو بوخت دی اونوموړی په شګوکې دسروزرو په معلومولو کې پوره مهارت لری وایی چې دوی لومړې یوه ټوټه ځمکه په نښه کوی بیا وروسته د یوم ، ګلنګ اوداسې نورو وسایلو پرمټ یی کندی اواوبیا شګې سوکه سوکه چڼوی. هغه وایی چې هغه شګې چی زر لری دعادی شګونه توپیرلری هغه شګې چې زرلری یوډول ځانګړې ډبرې لری چې د دوی په اصطلاح ورته چخنی وایی.
دی وایی مونږه لومړې دشګوردیفونه ګورو بیا کار پیل کوو. هره برخه منګ لری داسې ځایونه هم شته چې یومتر په اندازه کیندل کیږی مګر برعکس داسې ځایونه هم شتون لری چې ۱۱ متره یی ژووو ترڅو چې زرپه کې ومومو دی وایی کار سخت دی آن ځنی وختونه ۲۰ ورځی هم وخت نیسې ترڅوچې زرپیداکړو خو دی په دی ډاډه دی چې ځنی وختونه که زر هم نه پیداکیږې مونږه شګې خرڅوو زمونږه ورځ نه خرابیږی .....
دوی وایی چې دروزی د موندلو لپاره دایو کار دی چې دسهار نه ترماښامه دشګو په اړولو را اړولو باندی دورځی ۲-۳ یا هم ۴-۵ سووافغانیو پوری لاسته راوړو .
عزیزالله یوتن دهمدغې ډلې نه په خپل کاروبارراضې ښکاری اووایی چې ددی زرو لس ګرامه مونږه په ۶۰۰۰ زره یا اونیموزروافغانیو پلورو اوبیا یی په مزدورانوروپۍ ویشو خو دی زیاتوی زمونږدکار ورځی برابری ندی ځنی وختونه زیات کار کیږی اوځنی وختونه کم خو بیا هم شکر دی ....
په تخار ولایت کې دغه ډول کانونه په غیرې مسلکې اوخپلسرۍ ډول سره کیندل کیږی ،راویستل کیږی اوبازارته عرضه کیږی. خو دتخار دکلکوکانونو آمر طاهر خان بیا وایی:( دخطایان د سروزرو کان رسوبې ډبرو کان دی چې په وینا یی دسختوډ‌برو څخه سره زره په ډیرې سختې سره لاسته راځی هغه وایی د هیواد د کانونو وزارت نه څوځلی پلاوې راغلل سروی یی وکړه ولیدل چې ډیر اندکه اوناچیززرلری نوځکه یی څه ونه ویلی اوداکان بیوزلواوغریبوخلکوته پریښودترڅوخپله مزدورې پرې وکړی.
او بیرته هغوی لاړل طاهر خان وایی دخطایان کان دنورابې کان په څیر ندی چی ډیر ارزښت ولری .یا دقراداد وړوی چې مونږه یی دکوم شرکت سره قرارداد وکړو.)

دشویو ارزونواوسریو له مخې په تخار ولایت کې دنورابه اوسمتې دسروزرو کانونو برسیره ددډبرو دسکرو اومالګې کانونه هم شتون لری چې دتخار دکلکوکانونو دامر طاهر خان په خبره که چیرته په منظمه توګه راوویستل شی نو له مخې به یی میلیونونه پیسې ددولت خزانې ته لاړی شی. په دی وروستیو کې دهیواد په ډیروولایتونو کې دسرویو له مخې یوشمیر کانونواستخراج چاری پیل شوی دی خویو شمیر دهیواد تاریخې اثار اوقیمتی ډبرو قاچاق اوبهرنیو هیوادونو ته لیږد لا اوس هم جریان لری.