حکومت د هېواد د درې رنګه ملي  بيرغ ورځ لمانځي

روهي (څلورنۍ/۱ د زمري)، د زمري مياشتې اوومه نېټه افغانستان کې د بيرغ ورځ په نوم لمانځل کيږي. افغان ولس او حکومت تېره کال دغه ورځ په پلازمېنې کابل او ولايتونو کې په نوښتونو سره ولمانځله. 

سږنی کابل بيا حکومت د بيرغ ملي ورځ د لمانځنې پروګرام لري، چې له مليی پانګوالو، خصوصي سکتور، رسنيو او نورو هېوادوالو يې غوښتي دي چې د دغه ورځې په لمانځنې کې برخه واخلي. 

د ارګ په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې ملي بيرغ د افغان ولس د زوروتيا، قربانيو او ځواک سمبول دی چې په لمانځلو سره يې ولس ملي روحيه اخلي. 

ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي دي چې د خصوصي سکتور لپاره په کار دې چې د بيرغ په ملي ورځ له اړو هېوادوالو سره مرستې او لاس نېوی وکړي.