
روهي (څلورنۍ/۱ د زمري)، په تېر نېږدې نيم کال کې چې د لومړي ځل لپاره د چين ووهان کې کرونا ويروس خپور شوو تر اوسه يې په نړيواله کچه شمېر تر ۱۵ مېلېونه اوښتی دی.
له دغه ۱۵ مېلېونه ککړو کسانو څلور مېلېونه يې د امريکا په متحدو ايالتو کې دي، چې هلته وضعيت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.
نړۍ کې د کرونا ويروس د ککړو کسانو شمېر په داسې وخت کې مخ پر پورته کېدو دی، چې افغانستان کرونا ويروس تر مهار لاندې شوی دی او د مثبتو پېښو شمېر کې د پام وړ کمی راغلی دی.