د سرطان ناروغۍ په برخه کې نوې لاس ته راوړنه

روهي (څلورنۍ/۱د زمري)، د نړۍ روغتياپالانو او ساينس پوهانو داسې لارې موندلې دي چې د انسان د وجود پنځه ډوله سرطان وړاندې له دې چې پرمختګ وکړي، پېژندل کيږي. 

په دې وروستيو کې د چين هېواد د فودان پوهنتون پوهان داسې معاينه تر لاسه کړې دي، چې له لارې يې څلور کاله وړاندې د سرطان ناروغۍ د تشخيص په اړه پته لګي. دغه معاينه پانسیر نوميږي. 

دغه معاينه کې د انسان د وينې پلازما کتل کيږي او شوې تجربه يې هم بريالۍ وه. چيني پوهانو دغه تجربه نېږدې په ۲۰۰ کسانو کړې، چې نېږدې څلور کاله وروسته بيا سرطان اخته شوي دي. 

د فودان پوهنتون تر سره شوې لاس ته راوړنه په Nature Communications نومي رسنۍ کې خپره شوې ده او ټېنګار شوی، چې د تائيد لپاره به يې لا نورې پراخې تجربپې هم تر سره شي.