چابهار بندر اقتصادي پرمختګ که د سیالی ډګر..؟

چابهار بندر(پورټ) د ایران په جنوبې ختیځ ، عمان اوبو ته  نږدې په ایران بلوچستان ولایت سیستان کې  موقعیت لري چې په ۱۹۷۳م کال د رضا شا پهلوي سلطنت په وخت کې د جوړیدو عملي چاري شروع شوي چې د ایران ، عراق په ۱۹۷۹ م کال کې د جګړې له امله  د دې بندر جوړیدو کارونه یو څه له ځنډ او خنډ سره مخ شول اما بیا هم ایران د دې کوښښ کولو چې د فارس خلیج له انحصار څخه ځان وباسې اما عراق سره په جګړیزو حالاتو کې په ۱۹۸۳ م کال کې په لومړي ځل سمندري بیړې د همدې بندر څخه ولیږله چې د عراقي سمندرې هوایې ځواک لخوا په نښه او ویې ویشته. هند په دی بندر باندې پانګې اچونې ته زړه ښه کړ چې په ۲۰۰۳م کال کې د ایران سره په دوه اړخیزو اړیکو کې بحثونه راپورته کړل او په ۲۰۱۲ م کال کې کاغذ پر مخ د بندر جوړیدو توافق ته ورسیدل خو په ایران باندې د نړیوالو بندیزونو له امله هند دې ته زړه نه زړه وه چې په دې بندر باندې پانګونه وکړی خو په ۲۰۱۶ م کال کې د دواړو هېوادونو تر منځ دوه اړخیزه تړون په دریو مواردو باندې  په دې وشو چې هند به لومړي د دې بندر شپږ سوه متره اوږد لوی کانټینر جوړه وي چې د بیړیو تګ راتګ اداره او تنظیم کړي ، دوهم هند له لوري به د سوداګرې بدیل به همدا بندر وي چې افغانستان سره به راکړه ورکړه په همدې لاري ترسره کوي ، دریم د چابهار بندر څخه به زهدان سیمه پورې ریل پټلي چې ۱،۶ بیلیون ډالره مصارف راځي هند به ورسره په جوړولو کې مرسته کوي چې ۲۰۱۶ م کال اخیرې میاشتې کې د دې پروژې بشپړیدو لپاره ایران ۱۲۵ میلیونه ډالر تر لاسه کړي اما هند باید څلور سوه میلیونه ډالر ورکړي وای خو په ۲۰۱۷م کال کې هند له لوري په لومړي ځل باندې د غنمو بیړې دې بندر ته راوسیده چې بیا د دې بندر څخه مرسته شوی غنم افغانستان ته راورسیدل چې البته د بندر فعالیت لپاره ښه پېل وه، چې د دې سره زاهدن ریل پټلي پروژه چې تقریبا ۷۰۰ کیلومتره اوږدوالي لري چې وروسته درې اړخیز یعنی افغانستان هم پکې شامل شو چې په ۲۰۱۷ م کال اخیرو کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني ، ناریند مودې او د ایران جمهور رئیس له لوريو افتتاح شوه چې افغانستان دې بدیلې لاري ته ډېر هیله مند او خوشبین وه او دي ، همدرنګه هند ته هم ډېر ارزښت لرونکي لار دي چې همدې له لارې په اسانه توګه د افغانستان ، ترکمنستان او ازبکستان سره ونښلیږي او هم ترکمنستان ، ازبکستان هم دغې لارې ودې ته خوشبین او هیله مند دي چې اقتصادې پرمختګ او تجاراتي اړیکو کې رغنده رول لري ، دغه بندر د هند میمبایې څخه تقریبا ۱۵۶۰ کیلو متره ،  د افغانستان سرحد څخه تقریبا ۹۵۰ کیلو متره ، ترکمستان سرحد څخه تقریبا ۱۸۲۷ کیلو متره لیرې دي چې په وچه کې راګیر د اسیا مرکزې هېوادونو ته خورا ډېر ارزښت لري.

د چابهار بندر څخه داسې وړاندوینه هم شوی چې د دې بندر څخه د ارمور تنګې او سابیرین له لارې هند له روسیې سره هم نښلیدلی شی  او هم د افغانستان  مزارشریف او هرات ته ریل پټلی غځیدو لا لارې ترکمنستان ، ازبکستان ، تاجکستان او قرغزستان سره هم نښلیدلی شی چې پدې برخه کې ډېر کارونه هم ترسره شوي دی او بعضي ځایونو کې بشپړ شوی هم دي. خو ۲۰۲۰ همدې کال جولای میاشت کې ایران د دې ریل پټلي پروژې څخه هند ویست چې دې پروژو پرمختګ لپاره په مالي (فنډ) برابرولو کې ځنډ راتللو له امله چې د دې پروژې بشپړیدو کې ځنډ هم راغلی چې ورته پروژو بشپړیدو ته چین مټې رابډ وهلی.

د چین سره مخالفت کې امریکا بیا خصوصا ټرمپ حکومت د دښمني په نیت رامخکې شوي چې چین پرمختیایې پروژو ته خنډ او ځنډ ایجاد کړي اما چین د دې په مقابل کې نرم ځواک څخه کار اخلي په دې کوښښ کوي چې مستقیم ډول له دښمنی څخه ځان وساتي ځکه چې په سیمه کې یې په لویو پروژو باندې پانګونه شروع کړي او هم دایمو پانګوني لپاره پلانونه لري چې د هغې څخه د پاکستان په اقتصادې دهلیز ، مینمار ، سریلنکا او یو سرک یوبند (BRI)  پروژې باندې پانګوني پلانونه جوړ کړي چې یو څه اندازه په دې برخه کې عملی بریالی هم دی. 

چین او ایران دوه اړخیزو اړیکو په محکم کیدو ټینګار کړي او راپور یې ورکړي چې راتلونکو تر پنځه ویشت(۲۵) کالونو پوري به چین د ایران په مختلفو اقتصادې ، بیا رغوني او انرژي پروژو تر څنګ به په نظامي ځواک تقویه کیدو باندې به هم تقریبا ۴۰۰ بیلیون ډالر پانګونه کوي همدرنګه د امریکایې رسمی ادارو راپور له مخې "چین شاید په ایران یا ایران ته نږدې په فارس خلیج کې نظامې ځواکونو بیس باندې هم توافق ته رسیدلي وي" چې دا نه تنها هند بلکې امریکا ته هم خطر زنګ واقع کیدلي شی ځکه چې تجاراتې بیړیو تګ راتګ له امله فارس خلیج په نړی کې خورا ډېر ارزښت لري ، د دې ټولو پرمختیایې پروژو په مقابل کې به ایران چین ته تیل ، ګیس ، اوبلن ګیس تر ۲۵ کالونو پوري به په مناسب تخفیف باندې ورکوي چې همدې کال می میاشت کې چین ۷۰٪ انرژی مواد له ایران څخه وارد کړي وو چې جون کې د دې فیصدې لوړه وه همدرنګه  د ایران یوې انرژې کمپني راپور په اساس ایران تقریبا ۲۱،۷ ټریلیون معکب فوټه ګیس او ۱۲،۸ ټریلیونه معکب فوټه ګیس نور اټکل کیږي او تقریبا ۲۱۲ میلیون بیرله اوبلن ګیس د ذخیرو لرلو راپور ورکړي ، د چین او ایران تر منځ دغه پنځه ویشت (۲۵) کالونو پرمختیایې تړون په ۲۰۱۷ م کال کې د چین جمهور رئیس شی چینګ پینګ له ایران سره په لیدنه کې کړی وه اما د ایران لخوا دغه تړون څو اونۍ مخکې د ایران جمهور رئیس حسن روحانی ، وزیر خارجه له خوا د تائید راپور ورکړل شو او همدې میاشت کې هند څنډې ته شو داسې هم ویل کیږي چې چین به په ایران کې نورو سلو(۱۰۰) مختلفو اقتصادي، بیارغوني، ریل پټلي او هوایې میدانونو پروژو باندې پانګونه کوي او ایران به په مقابل کې انرژي مواد ورکوي ، امریکا د چین سره دښمنی د دې سبب شوه چې چین ایران ته مخه کړي او هم ایران د نړیوالو بندیزونو څخه وساتي چې ایران ته لویه ګټه رسېږي  او هم به چین تر پنځویشت کالو پورې به د ایران له انرژي موادو ګټه اخلي چې امریکا یې خنډ نشي کیدای او هم امریکا ته د چین لخوا غیر مستقیم اقتصادې ګوزار دي ، داسې راپورونه هم ورکړل شوی چې که امریکا د چین جنوبی سیند ته نږدې بلاستیک میزئیل نسب کړي چین به په ایراني فارس خلیج کې نظامي اډې جوړولو ته کوښښ وکړي چې دا بیا امریکا لپاره بیخې سر درد دي ځکه چې دې فارس خلیج ته د هرموز تنګې موقعیت لری چې د سمندرې بیړیو مصروفیت له امله په نړی کې  نهم مهم تنګی یادیږی چې پدې تنګې تګ راتګ ډېر دي چې اوس دپاره دغه تنګې د امریکا تر کنترول لاندې دي او همدرنګه به چین د پاکستان په ګوادر ، سرلینکا همبونټوټا بندر او افریقایې هېوادونو کې نظامي بیسونو په جوړولو کار وکړي اما د امریکا ولسمشری ټاکنو ته کاندید جوبایډن ویلي چې که چیرته رئیس جمهور شي د ټرمپ له خوا پیل شوی لوبې ته به د پای ټکې کیږدې او د چین سره دښمني څخه به امریکا راوګرځه وي.

هند ته هغه وخت خطر زنګ وټنګیدو چې کله په ۲۰۱۷ م کال کې د چین جمهور رئیس (شی چینګ پینګ) ایران څخه لیدنه وکړه چې په دوه اړخیزو اړیکو باندې تمرکز او د ټولګټو پروژو لیست یې ایران ته وسپاره. په ایران کې د هند ستراتیژیکو ګټو ته چین دومره خنډونه نشی ایجاد کولي  څومره چې هند په خپله دې ټولګټو پروژو کې د ځنډ له امله  خنډونه جوړ کړل.

اما اوس چې د اټومي پرمختګ له امله په ایران باندې د اروپا او امریکا لخوا  ډېر بندیزونه لګیدلې دي  چې هند د امریکا ستراتیژیکو ګټو لپاره په ایران کې مختلفو پروژو په پانګوني باندې غلی پاتي شوی ځکه چې هند ته په سیمه کې شته شرایطو کې د امریکا ملاتړ او ملګرتیا ارزښت لري چې ایران سره په پروژو وده کې ځند راتلل د دې لامل شول چې ایران لخوا هند له ریل پټلی پروژې څخه وایستل شو چې د دې نواقص او زیان هند ته رسیږي اما هند به اوس د دې پړا ګوته د امریکا لخوا بندیزونو ته نیسي چې په ایران لیګیدلی دی او هم به امریکا ته د دې زیانونو یادونه وکړي چې ستاسو یارانه کې دا بنګړې مات شول بدیل یې راوښایې او یا به په دې زیان جبران کې راسره برخه اخلي.

د امریکا لخوا په دی کوښښ روان دي چې د پاکستان له لوری په دې لار باندې د هند او افغانستان سوداګریزو اړیکو ته شین څراغ روښانه کړي او همدرنګه پاکستان باید ټول خنډونه د مخه لرې کړي چې د هند مرکزی اسیایې هیوادونو سره د سوداګریزو اړیکو خنډ او ځنډ سبب نه شي او هم هند  د امریکا نورو اقداماتو ته منتظر ته دي . ځکه چې په اوسنیو حالاتو کې هند ته د امریکا دوستې ارزښت لری او هم هند په دې کوښښ کوي چې د خپلو ستراتیژیکو ګټو لپاره د چین او پاکستان مقابل کې امریکا ملاتړ ولري ، اما دا ښایې چې هند به د ایران په پرمختیایې پروژو باندې پانګونه کې نور ځنډ هم وکړي چې ایران به ورته صبر ونه کړي او د هند  سره شوي پرمختیایې پروژې تړونونه لغوه او چین سره به پې تړونونه وکړي ، چې دا به هند ته په قیمت تمام شي او هم به ستراتیژیکو ګټو بدیله لاره له لاسه ورکړي خو بیا هم هند په سیمه کې دایمي ستراتیژیکو ګټو په لټه کې دي ایران به یو څه وخت لپاره قانع کړي او ایران هم په دې کوښښ کوي  چې سوداګریزې اړیکې یو اړخیزې خوا ته نه کړی او په سیمه کې ډېرو نورو هېوادونو سره د سوداګرۍ دوستانه اړیکې ولری ځکه چې ایران دا اوس هم په منځني او لویدیځه اسیا کې اکثرو هېوادونو سره د یمن ، عراق او سوریه په سر دښمنی ته رسیدلي او هم د اټومي پرمختګ له امله د نړیوالو لخوا څنډې ته شوی او د محدودیتونو، بندیزونو له لاسه یې سخت اقتصادې توانونه لیدلي دي. نو دا به ستونزمنه وي چې هند داسې په اساني سره له لاسه ورکړی او هم ایران په دې کوښښ کوي چې چابهار بندر د عباس بندر څخه لوړ کړی او هم سوداګریزو  تګ راتګ لپاره نورو هېوادونو ته اسانتیاوې برابرې کړي چې دې څخه ایران به د مرکزې او جنوبې اسیا نښلیدو پول حثیت خپل کړي.

 چابهار بندر د افغانستان په شمول مرکزی اسیایې هېوادونه ته ارزښت لري او په وچه کې راګیر هېوادونه باید د مختلفو هېوادونو له لارې بندرونو ته لار پیدا کړی یواځې په پاکستان باندې تکیه ونه کړي او بدیل باید ولري اما پاکستان هم د خپلو اقتصادې پروژو ، ستراتیژیکو ګټو په لټه کې دی چې د مرکزی او جنوبې اسیایې هېوادونو نښلیدو پل حثیت ولري ځکه پاکستان هم اقتصادې توانونه لیدلي او هم د افغانستان څخه بغیر بدیل لاره مرکزې اسیایې هېوادونو ته نه لري کوښښ کوي چې د افغانستان اقتصادې او تجاراتې ګټې د ځان په طرف جذب کړي اما چین په دې هم کوښښ کوي چې د افغانستان پشمول مرکزې اسیایې هېوادونه د پاکستان اقتصادې دهلیز کې شامل کړي چې دغه دهلیز له ناکامي څخه وژغوري او په دې دهلیز کې هند ته هم دعوت ورکړ شوی دی ، اما د دې په مقابل کې امریکا بیا په دی بدیل لګیا دي چې د (c5+1) یعنی مرکزی اسیایې هېوادونو څخه (قزاقستان ، کرغزستان، تاجکستان ، ترکمنستان، ازبکستان ) چې په وروستیو کې افغانستان ته هم شمولیت حق ورکړی شو او شاید پاکستان هم پدې ډله کې شامل کړي او هند پورې ورسیږې دا به اقتصادې ، سوداګریزۍ ، ټولنیزو اړیکو ودې لپاره کار کوي چې په ۲۰۱۵ م کې کال کې د دې تاسیس شوي دي اما افغانستان ته شمولیت یې په همدې کال کې ورکړی شو په پاکستان او هند شمولیت باندې بحثونه روان دي. چې ممکن پاکستان نور له دې فرست څخه ګټه پورته کړي چې په سیمه کې د پاکستان مقابل بد نیت او دوښمنی په دوستې واړه وي او نور له دوه مخې پالیسې څخه لاس په سر شی . او هم ممکن زیات تر نورو فشارونو لاندې هم شی ځکه چې پاکستان په ورته وخت کې چین ته هم د نږدې دوستې غیږ خلاصه کړی خو پاکستان بیا هم ځان د دې ډول فشارونو څخه ایستلي شي او هم د فشارونو څخه د ایستل کیدو پراخه تجربه لري او هم د جغرافیې موقعیت څخه په ګټې اخیستو کې دا ډول لوبې مهار کولو وړتیا په ځان کې لري.

د افغانستان اقتصادې عالی شورا ، د اقتصادي او سوداګریزو چارو پراختیا ریاست ، پارلمانی اقتصادې کمیسون ، سوداګرۍ ریاست ، پانګوال ، خصوصي سکتورونه باید په دې څیړني او مطالعه وکړي چې د افغانستان ستراتیژیکو ګټو لپاره پالیسې ، مکانیزمونه جوړ او ارزیابې کړي چې په دې برخه کې په سالمه توګه دغو سیالیو ته افغانستان دننه کړي.

افغانستان باید ډېر په دوستانه اړیکو یا ملګرتیا پسي ونه ګرځي باید خپلي ستراتیژیکې ګټې او اهداف د سیمې په سیاست کې ولټوې ځکه په سیمه کې شمول ټولو هېوادونو راتلونکې اقتصادې ودې لپاره د نن څخه پخوا هڅي پيل کړي دي  افغانستان باید ستراتیژیکې ګټې په لنډ محال سیاست کې ونه ګوري بلکې دایمو ګټو په لټه کې شي ، نه ټوله تکیه په پاکستان وکړي او نه په ایران ، بلکې کوښښ وکړي چې د چین په دایمو ستراتیژیکو ټولګټو پروژو کې او هم  د (C5+1) پروژو کې ځان ولټوې . افغانستان جغرافیې موقعیت ارزښت له امله هم کولي شي چې په دې ډول پروژو کې ونډه ولري که چیرته په درست ډول سیمو حالاتو ته کتنه وشي.