روهي (څلورنۍ/۱ د زمري)، د بلخ د والي وياند منير احمد فرهاد رسنيو ته ويلي دي چې طالبانو دغه ولايت کې ۱۶ کسان له بند ازاد کړي دي.
فرهاد ويلي چې دغه کسان د ملي پوځ، ملي پوليسو او سيمه ييزو پوليسو سرتيري دي. د بلخ د والي د وياند د مالوماتو پر اساس تر اوسه دغه ولايت کې طالبانو ۴۰ حکومتي کسان خوشي کړي دي.
خوشي شوي بنديان وايي چې له دوه مياشتو بيا تر يو کال يې د طالبانو په زندان کې وخت تېر کړی دی. دوی له حکومت غوښتي چې سولې ته ګامونه وچت کړي.
تر اوسه افغان حکومت د طالبانو ۴۲۵۰ او طالبانو د افغان حکومت ۸۶۱ زندانيان خوشي کړي دي.
وروستي