ولسي جرګه ۴۵ ورځې رخصت شوه 

روهي (څلورنۍ/۱ د زمري)، نن د زمري مياشتې له لومړۍ نېټې بيا د سنبلې مياشتې تر ۱۵ نېټې ولسي جرګه د وړي رخصتيو لپاره ۴۵ ورځ رخصت شوه. 

د ولسي جرګې منشي اسدالله شهباز تېره ورځ په تېرو څلور نيمو مياشتو کې د جرګې راپور وړاندې کړ. يادو څلور نيمو مياشتو کې ولسي جرګه ۲۸ عمومي ناستې تر سره کړې دي. 

همدا ډول په تېرو ۴،۵ مياشتو کې ولسي جرګې لسګونه د حکومت د قوانينو په اړه رايې اچونې کړې دي چې ځيني يې طرحې تصويب او ځينې نور بيا رد شوې دي. 

د ولسي جرګې اداري پلاوي ويلي دي چې د حکومت له خوا نوماند وزيران به د رخصتيو له پای ته رسېدو  وروسته معرفي شي چې د باور او يا نه باور رايې به ورکړل شي.