صديقي: ولسمشر غني غواړي دا ځل مسلکي کابينه جوړه کړه، خو د  عبدالله له خوا ځيني معرفي شوي کسان وړ نه دي 

روهي (درې نۍ/۳۱ د چنګاښ)، د ولسمشر وياند صديق صديقي نن ورځ په يوې خبري ناستې کې ويلي چې ولسمشر محمد اشرف غني هڅه کوي، چې دا ځل يوه مسلکي کابينه جوړه کړي. 

نوموړي د عبدالله عبدالله له خوا معرفي شوي کسانو ته په اشارې ويلي دي چې د مقابلې ډلې له خوا ځيني معرفي شوي کسان په قانوني ميعارونو برابر نه دي. 

دوه اوونۍ وړاندې رسنيو لاندې نوملړ خپور کړ چې د عبدالله عبدالله خوا ولسمشرۍ ماڼۍ ته په کې نوماند وزيران معرفي شوي. 
د عبدالله عبدالله خوا د نوماند وزيرانو نوملړ: 
۱- مسعود اندرابي د کورنيو چارو نوماند وزير؛ تاجک
۲- فضل احمدد معنوي د عدليې نوماند وزير؛ تاجک
۳- انورالحق احدي د کرنې نوماند وزير؛ پښتون
۴- نور رحمانی اخلاقي د کډوالو چارو نوماند وزير؛ تاجک
۵- محبب الله صميم د قومونو او قبايلو چارو نوماند وزير؛ پښتون
۶- مصطفی مستور د سولې په چارو کې د دولت وزارت نوماند وزير؛ تاجک
۷- معصومه خاورې د مخابراتو او مالوماتي ټېکنالوژۍ نومانده وزيره؛ هزاره
۸- نثار احمد غوريانی د سوداګرۍ نوماند وزير؛ تاجک
۹- منصور سادات نادري د اقتصاد نوماند وزير؛ هزاره ـ اسماعيلي
۱۰- بشير احمد ته ينج د کار او ټولنيزو چارو نوماند وزير؛ ازبک
۱۱- کنشکا ترکستانۍ د لوړو زده کړو وزارت نومانده وزيره؛ ازبک
۱۲- عباس بصير د ټرانسپورټ نوماند وزير؛ هزاره
۱۳- او نجيب آقا فيهم د شهيدانو او معيبينو چارو کې  د دولت وزارت نوماند وزير؛ تاجک
۱۴- عزيز الله آرينفر د ادارې اصلاحاتو ادارې رئيس؛ تاجک.