محب: پر کونړ د پاکستان بريدونه به بې ځوابه پاتې نه شي 

روهي (درې نۍ/۳۱ د چنګاښ)، د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب کونړ ته تللی او خبرداری يې ورکړی دی چې په دې ولايت د پاکستان بريدونه به بې ځوابه پاتې نه شي. 

محب ويلي دي چې له تېرو څو کالونو راهيسې په بيلا بيلو بهانو پاکستاني پوځيان د کونړ خاوره په توغنديو او توپونو ويلي، خو افغان خواکونو به يې ځواب ووایي. 

محب ويلي، «دښمن دې په دې پوه شوي چې موږ د خپلې خاورې له یو یو انچ څخه هم دفاع کوو او که چېرې هغوی په دې فکر کې دي چې پر دغه ځای توغندي توغوي او دا بې ځوابه پاتې کېږي، دا یو خوب او خیال دی.»

تيره اوونۍ پاکستاني ځواکونو پر کونړ توغنديز بريدونه وکړل او همدا ډول يې پر ډيورنډ کرښه له افغان ځواکونو سره جګړه وکړه چې تلفات يې رامنځ ته کړل.