شمعدان

زړه انا په زنګون دواړه لاسونه ږدي او تر ټولو وروسته تل په تياره کې د ناستې خونې ته ځان رسوي.

يوه شپه يې د اولادونو مور (لور يې) تشناب ته د تللو پر مهال ويني.
لور يې چې څنګه هغه وليدله سمدستي يې ګروپ ولګاوه.
مورې! دلته څه کوې؟

- هيڅ!
ته دلته څه کوې؟
هغه ځواب ته په تمه وه خو انا ځواب ورنکړ.
لور يې وويل: ته دلته په تياره کې نشې کيناستلی.
سبا سهار انا له خوبه راپاڅېده او د قدم وهلو لپاره له کوره ووته. هغې په کوڅه کې د پلورنځيو په لور کتل، چې په يوه پلورنځي کې يې يو شمعدان وموند.
له پلورونکي يې وپوښتل: دا په څو دی؟
- هاغه زوړ څيز ښايې؟

هو
پلورونکي يو نرخ ورته ووايه.
پيسې يې ورکړې او شمعدان يې ترې واخيست. شمعدان يې په لاسي بکس کې کيښود.
انا ناوخته هغه شپه کله چې ټول ويده شو لاړه او په شمعدان کې يې شمعې کيښودې. شمعو ته يې اور ورته کړ، ناببره يې لور راغله.

- اوه زما خدايه، څه کوې؟ غواړې ټول کور وسوځوې؟
انا يو لوی اسويلی وکېښ. اور ته يې پوکی ورکړ او لاندې په قالين کښيناسته.
ويې ويل: بښنه غواړم.
شمعې يې راواخيستې.
لور يې وويل:
په تا څه شوي؟

سبا سهار انا له خپلې کوټې راونه وتله، او په خپله خونه کې د ديوال مخې ته پرته وه. شپه نږدې وه چې لور يې راښکاره شوه. او ويې ويل: تاسو ښه ياست؟

انا سر وښوراوه خو څه يې ونه ويل. لور يې يوه شېبه سر ته ولاړه وه بيا لاندې راښکته شوه.

زړې انا په يوه شېبه کې بلې نړۍ ته پناه يوړه او مړه شوه.

ټوله کورنۍ يې خورا خواشينې شوه. په کفن کې يې تاو کړه او جنازې ته يې چمتووالی ونيوه. ټولو په قبر کې د انا د ايښودو ننداره وکړه.

څو اونۍ کورنۍ نه پوهېده چې څه وکړي - خو وروسته ټول بيرته عادي ژوند ته وګرځېدل او خپلو کارونو ته ورستانه شو.

يوه شپه يې لور غوښتل د انا خونه پرانيزي او راپاکه يې کړي. دوی ټول د خونې پاکولو لپاره لاړل. په کوټه کې يې د انا انځوريز کتابونه، زړې جامې، جواهرات او زاړه ليکونه وموندل.

د انا شمعدان يې هم وليده، له ځانه سره يې راواخيست او د ناستې خونې ته يې راوړ. ټولې شمعې يې پکې کيښودې، پخلنځي ته د اورلګيت پسې لاړل، او شمعو ته يې اور ورته کړ.

دوی ټول په تياره کې ناست وو. ټولو هيڅ هم نه ويل او ارام ناست وو. په ديوال کې يې د سيوري د نڅا ننداره کوله، او د يوې شيبې لپاره انا بيرته راستنه شوه.