د جمعيت ګوند منزوي شوی مشر: د هېواد په عمومي وضعيت خلکو سره ناستې او لېدنې کوم 

روهي (درې نۍ/۳۱ د چنګاښ)، د جمعيت ګوند جنجالي او منزوي شوی مشر صلاح الدين رباني، د ياد ګوند له پاشل کېدو وروسته نېږدې هره ورځ ناستې او لېدنې کوي. صلاح الدين رباني د ګوند د اکثريت لارښوودې شورا له خوا له مشرتابه لېرې شوی دی. 

صلاح الدين رباني نېږدې هر ورځ د افغانستان په عمومي وضعيت اود جمعيت ګوند د راتلونکي په اړه خپلې ناستې رسنيزې کوي، خو د نوموړي په ناستو کې د هېواد مطرحې سياسي څېرې او يا هم د جمعيت ګوند مخکښ غړي نه ښکاري. 

صلاح الدين رباني چې په دې وروستيو کې کابل کې د جمعيت ګوند لپاره نوی دفتر پرانېست، چې د هېواد د بيلا بېلو ولایتونو له یو کم شمېر کسانو سره به لېدنې کوي او د ناستو ځانګړې اجنډا یې هم نه سترګو کيږي. 

د صلاح الدين رباني په بله خوا کې د جمعيت ګوند اصلي هسته چې عطا محمد نور يې مشري کوي، د جمعيت ګوند مشري يې عنايت الله شاداب ته سپارلې ده او په ناستو کې يې د جمعيت ګوند مطرحې او پېژندل شوې څېرې برخه اخلي. 

عطا محمد نور او نېږدې کسان يې صلاح الدين رباني د جمعيت ګوند د مشر په توګه نه پېژني او بيا صلاح الدين رباني وايي چې د عطا په شمول دا نور ټول يې د دسېسو په تور د ګوند له غړېتوب لېرې کړي/ځنډولي دي. 

صلاح الدين رباني د خپل پلار له مړينې وروسته د دوه مياشتو لپاره د جمعيت ګوند چارسمبال يا سرپرست وټاکل شو، خو نوموړي نېږدې نهه کاله د ګوند د مشر په څوکۍ کېناست.