واشنګټن کې ډزې: يو مړ او اته ټپيان دي 

روهي (دوه نۍ/۳۰ د چنګاښ)، دامريکا متحدو ايالتو پلازمينې واشنګټن کې ډزو کې يو کس وژل شوی دی او اته نور په کې ټپيان دي. تر اوسه د پېښې لامل نه دی په ګوته شوی. 

پوليس ويلي دي، چې د پېښې په اړه پلټنه پېل کړې او درې کسان شکمن پېژندل شوي دي. پېښه کې يو ستر عمر کس وژل شوی دی. 

امريکا کې له دې وړاندې هم لسګونه داسې پېښې شوې دي، چې بيلا بېل لاملونه لري او مرګ - ژوبله ورسره وي.