ترکيې بيا افغانستان سره الوتنې وځنډولې 

روهي (دوه نۍ/۳- د چنګاښ)، ترکيې يو ځل بيا افغانستان سره خپلې الوتنې ځنډولې دي. د دغه پېښې لامل نړۍ کې د کرونا ويروس مخ پر وړاندې خپرېدل ښوودل شوي دي. ترکيې د افغانستان ترڅنګ ايران سره هم خپلې الوتنې تر يوې مودې ځنډولې دي. 

د ترکيش اېیر لاين په شمول ترکيي هوايي کرښو نېږدې دوه وړاندې د کابل - استنبول ترمنځ الوتنې پيل کړې، خو د نوې پرېکړې اړوند بيا ځنډول شوي دي. 

نړۍ کې د کرونا ويروس په خپرېدو سره د نړۍ د بيلا بيلو هېوادونو ترمنځ هوايي او ځمکنی تګ راتګ بند او یا هم محدود کړی شو.