عراقچي: هېواد مو د افغانستان د سولې بهير کې د امريکا په نيت شک لري

روهي (يوه نۍ/۲۹ د چنګاښ)، د ايران د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال سيد عباس عراقچي له طلوع نيوز سره په يوې ځانګړې مرکې ويلي دي چې هېواد يې (ايران) د افغانستان د سولې بهير کې د امريکا متحدو ايالتو پر نيت شک لري. 

عراقچي ويلي دي چې هېواد يې افغانستان کې د سولې بهير ملاتړ کوي خو هغه پلان چې امريکا يې پلی کوي، د طالبانو سره يوه معامله ده او ايران د امريکا په نيت شک لري. 

د ايران بهرنيو چارو وزارت مرستيال ويلي دي چې طالبانو سره يې اړيکې درلودې او څو ځلې طالب استازو ايران ته هم سفرونه کړي دي، خو د ايران او طالبانو ترمنځ اړيکو هېڅ پوځي بڼه نه درلوده. 

نوموړي د يادې مرکې په يوې برخې کې ويلي دي، «ښايي څو کلونه دي چې موږ - لکه څرنګه چې له ټولو ډلو سره اړیکه لرو - هغوی (طالبانو) سره هم اړیکه لرو؛ د هغوی نظرونه مو واورېدل او خپل نظریات مو هم ورته وویل، په یوه پړاو کې د هغوی استازی ایران ته سفر وکړ، ما ورسره خبرې وکړې، له ما سره یې خبرې وکړې. یو ځل بل هم د طالبانو استازی ایران ته راغلی چې زموږ د بهرنیو چارو له وزیر سره یې ولیدل.»

دغه ايراني ډيپلماټ وړاندې زياته کړې، «داسې کار وکړو چې د دغو پېښو احتمال حداقل ته ورسېږي. تر ټولو مهم کار دا دی چې په ایران کې د بهرنیو او د افغان وګړو د حضور لپاره یو قانوني بهیر جوړ کړو.»
له دې وړاندې څو ځلې افغان حکومت او ځينو امريکايي پوځي چارواکو ويلي چې امريکا له طالبانو پوځي او مالي ملاتړ کوي، خو ايران او طالبان بيا يادې خبرې پروپاګنده يادوي او رد کړې يې دي.