محمد اقبال سعید د کونړ والي شو 

روهي (يوه نۍ/۲۹ د چنګاښ)، د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې ويلي دي چې  محمد اقبال سعید يې د کونړ د نوي یوالي په توګه ټاکلی دی. عبدالستار میرزکوال له دې وړاندې د کونړ والي وو. 

له دې وړاندې ولسمشر غني خوست، بغلان، سمنګان، نورستان، پکتيا او يو شمېر نورو ولايتونو ته نوي واليان ټاکلي وو. 

له واليانو وراېخوا، ولسمشر غني د ماليې، کورنيو چارو، ملي دفاع، عامې روغتيا، پوهنې، بهرنيو چارو، معدن او يو شمېر نورو وزارتونو لپاره نوماند وزيران ټاکلي دي، خو تر اوسه هم د عبدالله عبدالله خوا برخه وزيران نه دي وړاندې شوي.