لس هغه لنډې کلمې يا (abbreviations) چې د ملګرو ترمنځ انګلېسي پيغامونو کې لېکل کيږي 

انګلېسي کې د رسمي لېکنو مېسېجونو د لېکلو ترڅنګ، ډېری وخت په لنډ پيغامونو کې  چې د ملګرو ترمنځ کيږي، لنډې کلمې يا abbreviations  هم کارول کيږي. د abbreviations  ګټه دا ده چې د هغې اصلي کلمو مانا لري، خو کم وخت او کم ځای نېسي. دلته شل هغه لنډې کلمې يا abbreviations  درته ښييو چې اوس مهال د ټولنيزو رسنيو په پيغامونو يا مېسېجونو کې ډېر کارول کيږي. 

۱- د انګلېسي ژبې د دوه 2 شمېره په لنډو کلمو کې د to او too يانې (هم) په مانا استعمالېږي. لکه: to be لنډ يې داسې لېکو، (2b). يا نن ورځ چې اصلي کلمه يې today ده داسې لېکو، 2day. د هم په مانا سره؛ me too، زه هم. 

۲- f2f: دلته، اِt دې face، دوه دې  to او بل اِف هم دې face مانا ورکوي، چې مفهوم يې کيږي، مخامخ يا face to face. 

۳- د انګلېسي ژبې د څلور 4 شمېره بيا د for په مفهوم استعماليږي. لکه؛ مخکې  چې اصلي کلمه يې before ده، داسې لېکو، b4 او يا هم د هېورول کلمه چې forget ده داسې لېکو، 4get. 

۴- g2cu: دغه درې توري او يوه شمېره د good to see you مانا ورکوي. g د good په مانا، 2 د to په مانا، c د see په مانا او همدا ډول د u توری د you يا تاسې کلمې مانا لري. 

۵- m8: دغه کلمه کې د m توری خپل غږ لري خو بيا د 8 شمېره د اِټ په تلفظ سره راځي، چې مطلب ورڅخه ملګری یا mate دی. 

۶- bcos: ځکه چې انګلېسي مترادفه کلمه يې because ده په لنډ ډول bcos لېکل کيږي. 

۷- bday:  د زېږون ورځ چې انګلېسي کې ورته birthday وايي په لنډ ډول بيا bday لېکل کيږي، چې مانا يې هغه د birthday ده. 

۸- byob: دغه مخفف په بلنيکونو باندې لېکل شوی وي، چې لوېدېځو هېوادونو کې ډېر رواج لري. هغه ناستې او ميلې چې الکولي څښاک په کې وي، نو د byob مانا ده چې، bring your own bottle يانې خپل الکولي مشربات ولرئ. 

۹- cd: که څه يوه مانا يې يو ډول آله يا device ده خو د could کلمې مخفف هم cd لېکل کيږي. 

۱۰- du: دغه توري د سواليه جملو په سر کې راځي چې مانا يې ده، Do you? يا نې آيا تاسې؟