د کودتا د پيل کولو په اړه د دواد خان لارښوونه (پرله پسې درېیمه برخه)

داود خان ته د لېږل شوي لیک په ځوا کې، سبا غلام حیدر رسولي یو تړلی پیغام راوړ چې داسې په کې لیکل شوې وه:

په هغه صورت کې چې ستاسو او ملګرو د نیولو خطر موجود وي، خپل بشپړ چمتووالی مو ونیسئ. ستاسو نظر د منلو وړ دی، خو په دې شرط چې د یادې ورځې پر ۱۲ بجو ما ته خبر راکړئ. الله ج دي ستاسو مرستندوی شي.

د کودتا د پيل بیا ځنډېل
په یاده شپه کې مې ملګرو ته لارښوونه وکړه، چې د شپې تر ۱۱ بجو وروسته هغه سیمو ته ځانونه ورسوئ چې له وړاندې تاسو ته په نخښه شوي دي، تاسو باید په نامنظم ډول ساحې ته ځانونه نږدې کړئ، تر څو تاسو د امر سره سم عملیات پیل کړئ. د شپې پر ۱۲ بجو ما ته خبر راورسېد ، چې ډلو خپل ځایونه پرې ایښي او خپلو کورونو ته تللي دي. په دا سبا خبر شوم چې د سردار داودخان یو تن خدمتګار، چې د کوم کار په موخه لوګر ته تللی و او د راګرځېدو پر مهال یې د ریشخورو په دوه سړکه کې د پوځيانو د قطار تېرېدلو په وجه لاره بنده وه او د ناوخته رسېدلو لامل هم همدا بیان کړی و. داود خان فکر کړی و، چې ممکن دولت د کودتا د پلان څخه خبر شوی او د ریشخور د فرقې څخه یې مرسته غوښتې وي. مګر خبره بل ډول وه، داسې چې لوا د رسم ګذشت لپاره بالاحصار ته تللې وه. یادې پیښې د ملګرو په ذهنونو کې شک پیدا کړی و او د انقلاب پر دویمه شپه ډېری ملګري حاضر نه شوه.

د چهارشنبې د شپې انقلاب:
لکه مخکې چې وویل شوه، د شک په وجه ډېری ملګري د انقلاب د پيل لپاره حاضر نه شوه. په داسې حال کې چې ټول شته ملګري مو تر ۶۰ تنو نه اوښتل، د لوی خدای ج په توکل مو انقلاب د شپې پر یوه بجه په وزیر اکبرخان مېنه کې د د فاع وزیر خان محمد خان او مرکزي قواوو د قوماندان سردارعبدالولي په نیولو سره راپيل کړ. څرنګه چې د نیولو ټول ګروپونه په خپلو ټاکل شويو سیمو کې ځای پر ځای شوي وه، صرف د ګروپ د شمېرې په اخیستلو او مسول قوماندان د پېژندلو سره به هره ډله د خپلو موخو د کلابندولو پر لور په حرکت کېدل. زه خپله پر بایسکل باندې د هغو ملګرو پر لور ولاړم چې په پاشلې ډول په زرنګار پارک کې ځای پر ځای شوي وه.

حبیب الله خان زرمتی ته، چې د ارګ څخه د ۱۴ ټانکونو د را ایستلو ژمنه یې کړې او د امیر عبدالرحمن خان د قبر د څنګ جومات سره نږدې زما سره وعده داره و، ورسېدم. هغه راته وویل: چې ولي مو ځنډ وکړ؟ ما د هغوی د مورال د قوي کولو په خاطر وویل چې د دفاع وزیر او سردار عبدالولي په نیولو مصروف وم. په داسې حال کې چې هغوی کلابند او لا نیول شوي نه وه. اوس نو تاسو د خپلې ټاکل شوې دندې په لور حرکت وکړئ. خدای بخښلی په یوه منډه د ارګ د جنوب لوېدیځې دروازې په لور د ټانکونو تم ځای ته ولاړ. بنځه دقیقې وروسته ۱۲  ټانکونه چالان شوه. ۱۲ ټانکونه په بالاحصار کې د کومانډو قطعې د کلابندۍ، یو ټانک د دفاع وزیر او بل ټانک هم د سردار عبدالولي د کور پر لور روان شوه، تر څو د کلابندۍ د ګروپ سره مرسته وکړي.

د منتظره قطعې او کورنیو چارو وزارت د قراره ګاه نیول کېدل:
حبیب الله زرمتي ته د لارښوونو تر ورکړې وروسته د ګرفتارۍ د قوماندانانو سره یو ځای (د ریشخور قطعې قوماندان کټوازي، د ژاندارم قوماندان عبدالغني خان او مرکزي ځواکونو د رییس ارکان الوزي خان) چې کورونه یې په ده بوري کې وه ولاړ شم. په دې وخت کې د پولیسو ډګرمن بابه جان د منتظره قطعې او کورنیو چارو وزرات د قرارګاه د نیولو خبر راورساوه.....
د افغان واکمنو کرونولوژیک تاریخ