د داود خان د کودتا جریان (دويمه برخه)

د خدای بخښلي داود خان لارښوونه دا وه چې کله شاه او سردار عبدالولي په کابل کې شتون ولري، بیا کودتا ترسره شي. او پرېکړه داسې شوې وه چې باید د ۱۳۵۲ کال د غبرګولي په میاشت کې کودتا سر ته ورسیږي. هغه خبره بل ډول شوه، شاه په جوزا کې امریکا ته ولاړ او د راګرځېدو سره سم سردارعبدالولي خان  جاپان ته په رسمي بلنه سفر وکړ او د سردار عباالولي د راګرځېدلو سره سم بیا، شاه د ایټاليا په سفر ووت او کودتا و ځنډېده.

د داود خان د کودتا پلان اوازې تر سردار عبدالولي رسېدلي وې. (دا خبره  ښاغلي مصداق هم کړې ده، چې ظاهر شاه کله په بهر کې د کودتا کولو د پلان څخه خبر شو، نو د خپل سفر ملګری سردار عبدالولي، چې هغه مهال د قوای مرکز مشر و، راولېږه. خو سردار عبدالولي ته بیا د کورنيو چارو وزیر نعمت الله پژواک او د پوځ لوی درستیز عبدالکريم مستغني، چې دواړه پرچمیان او د کي جي بي غړي وو، د کودتا د کېدلو نېټه ډېره وروسته ښوولې او سردار یې تېر ایستلی و). د ارګ نن او پرون کتاب د ملت بابا د لمسۍ او سردار عبدالولي د لور بي بي واڼه له قوله لیکي: (د داود خان له کوتا څو شپې دمخه یوه ورځ یوې ناپېژاندې مېرمنې زما خور حمیرا ته په ټیلیفون کې ویلي و، چې سردار داود خان د کودتا هوډ لري. پلار مي (سردار عبدالولي) هغه وخت لندن ته تللی و، خور مې هغه ته وویل. پلار مې چې راغی، ددغې کودتا په اړه یې څېړنې پيل کړې، داود خان د حکومت له دې پرېکړې څخه خبر شو، د کودتا نېټه یې رامخته کړه او د سرطان په ۲۶ مه یې کودتا وکړه. 

غوث الدین فایق چې د کودتا پلان د جوړولو مخکښ کس و، ليکي ، چې زه د سرطان پر اتمه نېټه سردار عبدالولي وغوښتلم او ما ته یې وویل: چې ته د داود سره څه اړیکه لرې؟ ما ځان بې خبره وښود چې کوم داود؟ ویل د مشهور داود سره. ما ویل کوم مشهور داود؟ سردار عبدالولي په تونده لهجه وویل چې سردار داود! ما په ځواب کې ورته وویل چې په خدای او قرآن قسم که زه د داود سره هیڅ قرابت لرم، زه د پروان د جبل السراج او دی د کابل دی. زه د تاریخ او د هيواد درښتینو اتلانو سره مینه لرم، د مړو اتلانو زیارت ته ځم او د داود خان د ترسره شويو خدمتونو او د عصري پوځ د جوړولو او بې شمېره خدمتونو د ترسره کولو په وجه د هغه سره مینه لرم، او کله چې فرصت پيدا شي نو صرف درناوي ته یې ورځم او بس. په اخر کې یې راته وویل: خپل ځان دي وپېژنه! ما ورته وویل: سردار صاحب! په خدای د هيواد د هر وګړي او آن تیږي او لوټي سره یې هم مینه لرم! بیا یې د دندې پوښتنه راڅخه وکړه، ما ویل چې د دفاع وزارت د ودانیو ریاست د لومړي یونټ د مخانیک مدیر یم. وروسته یې رخصت کړم. فکر مې وکړ چې دښمن په کمین کې دی، یوه ورځ به ټول ونیسي او باید لاس په کار شو. د همدې ورځې پر څلور بجو زما او سردار صاحب صاحب تر منځ ارتباطي کس غلام حیدر رسولي و او ما ته یې د سردار صاحب یو پيغام راوړ. ما هم سردار صاحب ته ټوله موضوع وليکل او د شاه  تر راتګه د کودتا ځنډول مې مناسب وه نه ګڼل، ځکه زما او ټولو ملګرو د نیولو ډېر امکان موجود و. ما ورته وليکل چې باید د سرطان تر ۲۵ مې شپې ټول چمتووالی ونیسو او د همدې نېټې پر ۱۲ بجو باید تاسو د کار له پیله خبر کړو. په عین حال کې مې ټول ملګري د راتلونکي احتمالي خطر څخه خبر کړه او یوازې مې قوماندان او سرګروپان د کره نیټې څخه په جریان کې کړه...