د کرونا ويروس نړيوال رېکارډ: يوې شپې - ورځ کې ۲۶۰زره مثبتې پېښې شوې 

روهي (يوه نۍ/۲۹ د چنګاښ)، وروسته له هغې ورځ چې د چين ووهان ښار کرونا ويروس خپور شو، په لومړي ځل په نړيواله کچه د کرونا ويروس ۲۶۰ زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي. په ۲۴ ساعتونو کې د دومره شمېر پېښو ثبت بې سارې دی. 

د روغتيا نړيوال سازمان ويلي  دي چې د نړۍ د  نورو هېوادونو ترڅنګ د تازه پېښو تر ټولو ډېرې يې په امریکا، برازیل، هند او سوېلي افریقا کې ثبت شوې  دي. 

همدا ډول په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د نړۍ په بيلا بيل هېوادونو کې يو شمېر کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي دي، چې ټول - ټال شمېر يې ۷۳۶۰ تنو رسيږي. 

د روغتيا نړيوال سازمان د مالوماتو اړوند، د تېرې اوونۍ تر پای نړۍ کې د کرونا ويروس د ککړو کسانو شمېر له ۱۴ مېلېونه پورته شو او همدا ډول ۶۰۰زره کسان د دغه ويروس له امله مړه شوي دي.