نړيوال بانک: د ۲۰۲۰ تر وروستيو به د هغه کسانو شمېر چې د فقر کرښې لاندې ژوند کوي؛ ۷۲ سلنه شي 

روهي (يوه نۍ/۲۹ د چنګاښ)، نړيوال بانک په افغانستان کې د کرونا ويروس په خپرېدو او ور سره ګرځبنديز اندېښنه ښوودلې ده او د افغانستان د اقتصادي وضعيت لپاره يې ضربه بللې ده. 

افغانستان بانک په يو راپور کې ويلي دي چې تر ۲۰۲۰ ز کال وروستيو پوري به د هغه کسانو شمېر چې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي، ۷۲ سلنه پورته شي. 

په خپله کرونا ويروس او د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره د حکومت له خوا فشار او ګرځبند لامل شوی دی، چې افغانستان کې د بې وزلۍ کچه پورته کړي. 

که څه هم افغان حکومت د کرونا ويروس پر مهال ځيني اقتصادي خپرونې پيل کړې دي، خو عام وګړي په کې د پراخه فساد د شتون خبره کوي.