روغتيا وزير: افغانستان کې کرونا ويروس له منځه نه دی تللی؛ بې پروايي مه کوئ 

روهي (نۍ/۲۸ د چنګاښ)، د عامې روغتيا وزير ډاکټر جواد احمد عثماني خلکو ته خبرداری ورکړی دی چې تر اوسه افغانستان کې کرونا ويروس له منځه نه دی تللی او خلک بايد بې غوري ونه وکړي. 

عامې روغتيا وزير ويلي دي چې  په دې وروستيو کې افغانستان کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو په شمېر کې کموالی راغلی دی، خو دا په دې مانا نه ده چې ويروس له منځه تللی دی. 

عامې روغتيا وزير دا هم ويلي دي چې د المان هېواد څخه د مصنوعي تنفس يا وینتلاتور ۵۰۰ نوې دستګاوې اخېستل شوې دي، چې نهه ولايتونو ته ولېږل شوې. 

که څه هم اوس مهال ګرځبنديز او قرنطين په نيمه ډول مات شوی دی، خو بيا هم هره ورځ د کرونا ويروس نوې پېښې ثبتيږي چې شمېر يې د تېر په پرتله کم دی.