له پاکستان ستړی شوی؛ افغانستان يې په اړه ملګرو ملتونو ته شکايت کړی دی 

روهي (نۍ/  ۲۸ د چنګاښ)، بي بي سي ته يوې حکومتي سرچينې ويلي دي چې افغان حکومت د پاکستاني ملېشه ځواکونو د وروستيو بريدونو په اړه ملګرو ملتونو ته شکايت کړی دی. 

سرچينې ويلي، چې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر یوې پارلماني کمېټې ته ویلي، پر کونړ ولایت د پاکستاني پوځیانو توغندیو ویشتلو په تړاو یې ملګرو ملتونو ته شکایت کړی دی.

د سرچينې د مالوماتو پر اساس چې د بهرنيو چارو نوماند وزير محمد حنیف اتمر ویلي، د پاکستاني پوځیانو ددغو خوځښتونو په تړاو یې درې ځلې خپل اعتراض له اسلام اباد سره هم شریک کړی دی.

د افغانستان د پوځ لوی درستیز یاسین ضیا ويلي چې کونړ ته يې د يادو بريدونو په اړه يو پلاوی لېږلی او همدا ډول که پاکستاني پوځيان داسې بريدونه تر سره کوي، نو افغان ځواکونو ته به د ورته عمل امر وشي.