ولسي جرګه رخصت کيږي؛ له رخصتيو وروسته نوماند وزيرانو ته رايې ورکوي 

روهي (نۍ/۲۸ د چنګاښ)، د زمري مياشتې په را رسېدو سره ولسي جرګه د اوړي ګرمۍ پر اساس رخصتيږي. وکيلان وايي چې د اړوي رخصتيو وروسته به د حکومت له خوا پېژندل شوي وزيرانو ته د رايې ورکړي. 

ولسي جرګه په داسې وخت کې رخصيتيږي، چې د حکومت کابينه تر اوسه نه ده بشپړه شوې. ولسمشر غني خپله برخه زيران معرفي کړي دي، خو د عبدالله عبدالله برخې وزيران تر اوسه پاتې دي. 

د ولسي جرګې لومړي ورستيال محمد ميرزا کټوازي په دې اړه ازادۍ راډيو ته ويلي دي، "د جرګې غړي به د اساسي قانون پر بنسټ د اسد په لومړۍ نېټه د اوړي رخصتي پیل کړي او یوه نیمه میاشت وروسته کله چې بېرته له رخصتیو راستانه شي که د حکومت د کابینې لېست بشپړ شوی وي نوماند وزیرانو ته به د باور یا نه باور رایه ورکولو لپاره صندوقونه کېږدي." 

نوموړي زياته کړې ده، "موږ ولسمشر سره د نوې کابینې د معرفۍ په اړه خبرې وکړې، هغه وویل چې دې برخه کې یې خپل کار کړی او په ډاکټر عبدالله فشار راوړئ چې په کابینې کې د خپلې ونډې نوماند وزیران در وپېژني، خو ډاکټر عبدالله تر اوسه نه دی توانېدلی چې د دغه لېست ولسمشرۍ ماڼۍ ته وسپاري."