اتمر: د نېږدې ۶۰۰  طالب بنديانو خوشي کېدو سره مونږ او نړيواله ټولنه ستونزه لرو 

روهي (نۍ/۲۸ د چنګاښ)، د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت چارسمبال وزير محمد حنيف اتمر وايي چې افغان حکومت او نړيواله ټولنه د طالبانو په ۵زره کسيز نوملړ کې د نېږدې ۶۰۰ بنديانو خوشی کېدو سره ستونزه لري. 

اتمر رسنيو سره په خبرو کې ويلي دي،  "په دغو ۶۰۰ کسانو کې ځینې داسې کسان دي چې دنیا موږ ته وايي خوشې یې نه کړې، اعتراض پرې کوي. هغوی تاکید کړی چې دا مه پرېږدئ، ولې یې مه پرېږدئ؟ وايي زموږ خلک یې وژلي دي".

محمد حنيف اتمر ويلي دي چې د ۶۰۰ طالب بنديانو خوشي کېدل يوه پېچلې موضوع ده چې په اړه شديدې نېوکې او اعتراضونه شتون لري. اتمر وايي چې د يادو طالب بنديانو د خوشي کېدو په اړه به راتلونکو پړاونو کې پرېکړه وشي. 

بيا طالبانو له افغان حکومته د شااوخوا ۶۰۰ طالبانو بنيدانو په اړه چې حکومت يې نه خوشي کوي، سپيناوی او جزئيات غوښتي دي. طالبان وايي چې يادې موضوع ته بايد درېيم ګړی پلاوی وټاکل شي.